شعـــــرونه

خورې ستا د ژوند عزت دی په حجاب کې/عادل

نسيم شاه عادل

بندګي ده، هم لِذت دی په حجاب کې
خورې ستا د ژوند عزت دی په حجاب کې

له حجابه د جنت بوی محسوسیږي
هم خوږوالی، حَلاوت دی په حجاب کې

په حجاب کې د جنت حوره ښکاريږې
ستا لوړوالی او همت دی په حجاب کې

ټول جلال او عظمتونه له تا ځار شه
رب درکړی لوی عظمت دی په حجاب کې

ته اخر هم سپین حجاب کی پیچل کیږې
ابدي ژوند دې، عِفت دی په حجاب کې

که ته ځان لره جنت کې مقام غواړې
نو همدغه منزَلت دی په حجاب کې

ښه په صدق پیروي د پیغمبر کړه
کامیابي ده او هم پت دی په حجاب کې

د شریفو خلکو ژوند له حیا ډک وي
څومره ښکلی شرافت دی په حجاب کې

په حجاب دوزخ جنت سره بیلیږي
د ایمان کفر فرقت دی په حجاب کې

د عادل ذات بندګي سَتَر، پَرده ده
پرمختګ د انسانیت دی په حجاب کې

نسیم شاه عادل

ملي رادیو تلویزیون کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx