شعـــــرونه

زه د بمونو بارانو ته درېدلی یمه/انس حقاني

انس حقاني

زه د بمونو بارانو ته درېدلی یمه
‏خو ستا د اوښکو له مړو څاڅکو وېرېدلی یمه

‏ما د شاهانو له لیدلو نه انکار کړی دی
‏ښکلیه خو تاته له ډېر لرې نه راغلی یمه

‏زما د ژوند پته همیش له رڼاګانو کوه!
‏جلوې چې ونه وینې پوه شه چې لویدلی یمه

د تورې سور زخم مې جوړ شو خو هیڅ ونه رغید
‏د ژبې څوکې چې په کوم ظلم وهلی یمه

‏ما ترینه هرځلې یو نوې تجربه اخیستې
‏زه چې د ژوند په لاره چېرته ښویېدلی یمه

‏نور دې دعوې د مینتوب کوي انسه خو زه
‏په خدای مې سپاره د عشق دار ته ورختلی یمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx