نظــر

د امنيت په ټينګښت کې مهم لاملونه

ابو الياس جهادوال

که څه هم اوسمهال په ډېری او په تېره بيا پرمختللو هېوادونو کې د ټولنيز امنيت د ټينګښت لپاره تر ډېره له قهريه قوې او نوې ټيکنالوژۍ په تېره امنيتي کمرو، د مخابراتي شبکو د کنټرول او الکترونيکي سکنرونو په څېر عناصرو څخه استفاده کيږي، خو سره له دې هم ليدل کېږي چې د امريکا او اروپا په څېر پرمختلليو هېوادونو کې هم پوليس او قانون د تنفيذ نور بنسټونه د جنايي پېښو په کابو کولو بريالي شوي نه‌دي او تجربو هم دا ثابته کړې چې له دا ډول طريقو څخه په استفادې د امنيت ټينګښت ډېر دوامداره، ثابت او د پايښت وړ نه‌وي.

همدارنګه که موږ په تېرو دوو لسيزو کې د افغانستان وضعيت ته کتنه وکړو، چې د امريکا په مشرۍ د لويديځې نړۍ کابو ۴۸ هېوادونو د زرهاوو سرتيرو او ملي پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت، محلي پوليسو او د پاڅونوالو په نوم په سلهاوو زره نظامي ځواکونه چې د شمالي اتلانتیک يا ناټو سازمان په کچه په بېلابېلو عصري وسايلو، تجهيزاتو او ټيکنالوژۍ سمبال وو، تر پايه پر دې بريالي نه‌شول چې په هېواد په تېره بيا پلازمينه کابل او حتی د ارګ په شاوخوا کې ډاډمن امنيت ټينګ کړي چې عمده لاملونه يې فساد، په نظامي ليکو کې د بهرنيو کړيو او کورنيو سياستوالو بې ځايه مداخلې، سليقوي ګمارنې، په سرتيرو او افسرانو کې هېواد او خلکو ته د خدمت لپاره د انګېزې او د ولسونو د همکارۍ نشتون و.
خو کله چې د تېرکال د زمري په ۲۴ مه د کابل په شمول د افغانستان ټولې برخې له شل کلنې جګړې او د لسهاوو زرو مجاهدينو په قربانۍ اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې راغی، نو له څلورو لسيزو وروسته په ټول هېواد کې داسې ډاډمن امنيت ټينګ شو چې په اړه يې فکر هم نه‌کيده او افغانانو ته له ډېرې مودې وروسته داسې زمينه برابره شوه چې شپه او ورځ په ډاډه زړه د هېواد بېلابېلو سيمو ته سفرونه وکړي.

که څه هم د اسلامي امارت امنيتي ارګانونه د پخوانيو هغو په پرتله د شمېر له اړخه هم څو برابره کم دي او د تجهيزاتو له اړخه هم دومره اکمال نه‌دي، خو په دې توانېدلي چې له لسيزو وروسته ټول هېواد تر واحد قيادت لاندې راولي او خلکو ته له امنيتي اړخه ډاډمن شرایط برابر کړي، دا چې لاملونه يې څه دي، لاندې په لنډه توګه ورته کتنه کوو:

1. د خدمت لپاره د انګېزې شتون:
دا چې د اسلامي امارت مجاهدين له اشغال سره د مبارزې او په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکميت لپاره له کلونو راهيسې له يرغلګرو او د هغوی له‌ ملاتړو سره په اسلامي جذبه جنګيدلي، نو د هېواد خدمت او له اسلامي نظام څخه دفاع هم خپله ايماني او وجداني دنده بولي او ددغه هدف لپاره له هر ډول مادي امتياز پرته شپه او ورځ په خدمت بوخت دي. په داسې حال کې چې په پخوانيو هغو کې دغه روحيه نه‌ وه او ډېری يې د اقتصادي ستونزو له امله د معاش ترلاسه کولو له‌پاره د بډو او واسطو له لارې د امنيتي ارګانونو په ليکو کې شامل شوي وو.

2. د فساد نشتون:
دا چې د کابل پخوانۍ اداره کې فساد دې کچې ته رسيدلي وو چې ډېری بستونه د قيمت په بدل کې پلورل کيدل او له لوړ پوړيو چارواکو نيولې تر سرتيرو پورې په غلاوو او فساد کې شريک وو نو دې کار د غلو، اختطاف چيانو او نورو ورانکارو ډلو فعاليت ته زمينه برابره کړې وه. خو د اسلامي امارت مسوولان لله الحمد ډېری له فساد څخه پاک او هېواد او دين ته خدمت پياوړې انګيزه لري چې له امله يې د اسلامي امارت په حاکميت سره له مافيايي ډلو سره جدي مبارزه شوې او ډېری يې د قانون منګولو ته وسپارل شوي دي.

3. د خلکو همکاري:
په پخوانۍ حکومت کې خلکو ځکه له پوليسو سره د امنيت په ټينګښټ کې مرسته نه‌کوله چې ډېری جنايتکاران له پوليسو سره په اړېکه کې وو او که چېرې به خلکو د مجرمينو په نيولو کې له پوليسو سره همکاري وکړه، له نورو ستونزه سربېره به يې حتی ژوند هم په خطر کې و. خو له نېکه مرغه د اسلامي امارت مجاهدين چې په تېره شل کلنه مبارزه کې د خلکو له هر اړخيزو همکاريو برخمن وو او دغه همکاري د اشغال پر وړاندې د هغوی د بريا يو ستر لامل و، نو له دې کبله خلک د امنيت په ټينګښت کې ورسره پوره همکاري او همغږي لري.

که څه هم په هېواد کې ځيني له بهرني ملاتړ برخمن عناصر هڅه کوي چې په يو ډول سره د هېواد امنيتي وضعيت اخلال او اسلامي امارت بدنام کړي خو له نېکه مرغه ډېری دغه کسانو کې د خلکو په همکارۍ او کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په لنډه موده کې نيول شوي چې ښه بېلګه يې د کابل وروستيو پېښو او له ازبکستان څخه د وارداتي برښنا ستنو د تخريب عاملين وو چې په کمه موده کې د امنيتي او استخباراتي ارګانونو لخوا ونيول شول چې ډېر ژر به د اړوندو ارګانونو له‌خوا د خپلو اعمالو په سزاء ورسېږي.
همدارنګه په تېرو ورځو کې مو هېوادوال له مودو وروسته د يو داسې اختر د لمانځلو شاهدان وو چې په ټول هېواد کې حتی يوه امنيتي پيښه هم رامنځته نه‌شوه چې عمده لامل يې له امنيتي ارګانونو سره د خلکو ښه همکاري وه چې د ډېری جوماتونو امنيت په خپله خلکو نيولی و او د لمونځ‌کوونکيو له پلټنې سربېره يې د هغوی د امنيت له‌پاره پيرې درولې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx