ورزش

انګلستان څخه د کرکټ دوه مسئولین بېرته هېواد ته راستانه شوي، کرکټ بورډ یې هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ غوایي، ۱۴۰۱ل): د افغانستان کرکټ بورډ دوه مسئولین چې د سږکال په پېل کې په ۱۹ کلنو نړیوال جام کې له ګډون وروسته انګلستان کې پاتې شوي وو بیرته هېواد ته راستانه شوې دي.

د ۲۰۲۲م کال جنوري میاشتې په پای کې د ۱۹ کلنو نړیوال جام چې په ویسټ انډيز کې ترسره شو، افغان لوبډلې په کې څلورم مقام خپل کړی دی.

د یاد جام له پای ته رسېدو وروسته د نولس کلنې لوبډلې ځوانان هېواد ته راستانه شول او له دروند هرکلي سره مخ شول، خو ځینې کسان انګلستان کې پاتې شول او د پناه غوښتنه یې وکړه.

په پاتې شویو کسانو کې یو لوبغاړی او درې د تخنیکي برخې کارکوونکي شامل دي.

خو اوس ویل شوي چې دوه د تخنیکي برخې مسئولین هېواد ته راستانه شوي او کرکټ بورډ یې هرکلی کړی دی.

په راستانه شوي کسانو کې د کرکټ بورډ د روغتیایي څانګې مسئول ډاکتر صفت الله وردګ او ویدیو انالیست شیر الله افغان دي.

د کرکټ بورډ مشرتابه د راستانه شوي مسئولینو هرکلی کړی او ددوی سره یې ناسته کړې ده.

د کرکټ بورډ راستانه شوي مسئولین وایي چې غوښتل یې په انګلستان کې پناه واخلي او هلته اووسیږي، خو وروسته یې پریکړه بدله کړه او کرکټ ته د خدمت په خاطر بیرته هېواد ته راستانه شول.

ددوی په وینا چې کرکټ بورډ ورسره د بشپړې همکارۍ او بیرته کرکټ بورډ کې د دندې ورکولو ژمنه کړې ده.

د افغانستان کرکټ کې ورته پېښه پخوا په ۲۰۰۹م کال کې تکرار شوې وه چې د نړیوال جام په غواروي لوبو کې له ګډون وروسته یو شمېر افغان لوبغاړي په کاناډا هېواد کې پاتې شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx