افغانستان

تورخم کې مسافرو ته تمځای جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ غوایي، ۱۴۰۱ل): د ننګرهار ولايت په تورخم ښارګوټي کې د افغان مسافرو لپاره د رييس الوزرا په مالي مرسته تم ځای جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د پرانستې په دې مراسمو کې د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح وويل چې حکومت هڅه کوي ولس ته په هره برخه کې سهولتونه او اسانتياوې رامنځته کړي او په وينا يې چې د وخت په تېرېدو به ډېرې ستونزې حل شي.

ښاغلي ناصح وويل چې ددې تمځای جوړېدل هغه وخت منظور شول چې د رييس الوزرا يو پلاوي څو مياشتې وړاندې تورخم ته سفر کړی و او هلته يې د مسافرو ستونزې له نږدې ليدلې وې.

د تورخم کميسار سيد غازي الله هاشمي رسنيو ته وويل چې ياد تم ځای چې په ۵۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی په يو وخت د شاوخوا ۳۰۰ مسافرو د اوسېدو او تم کېدو ظرفيت لري چې سلګونه زره روپۍ پرې مصرف شوي دي.

په تورخم ‌کې مسافر د تمځای په جوړولو خوښ دي او وايي چې له دې سره به د مسافرو ډېرې ستونزې حل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

له هڅه ښه دی کور آباد ولی د مسافر ستونځی په دومره وړوکی ځای نه حل کیږی هره ورځ په زرګونو کسان ښکته او پورته ځی او راځی. باید د مریضانو او زنانوو ته خاص انتظام په نظر کی ونیول شی همداسی د هغوی د اوداسه او لمانځه او د پاکو اوبو په ژمی ګرمی اوبو او حمامونه هم باید په نظر کی ونیول شی.

طوطی

زما پیشنهاد ته مغرضو او جاهلو منفی لایکونه را کړی. چا چی بهر کی د کافرو د مسافرو تم ځایونه، سهولتونه او خدمات لیدلی وی هغوی ته دا د طالبانو کار لکه د ماشومانو لوبی ښکاری. و اعدوا لهم ما استطعم…. الآیه ۶۰ آیت د سورت الانفال زه په صفت د یوه مسلمان دا نشم منلی چی کفار له مونږه څخه په هر څه کی مخ کی روان وی. ۵۲ هیوادو ته مو ماته ور کړی خو فکر مو په محوط د یوی وړې دایری کی بند دی. د مفتی عزیزالرحمن د شاګردانو په شان. طورخم او سپین بولدک کی… نور لوستل »

مشوره

الحمد الله شه کار شوی، طالبان د وطن د آبادی سره مینه باور وکی چی مینه تر تامیانو او بی دینو دیره ده خو افسوس دا چی متخصص خلک نه دی. فقط تقوا داره او مسلکی خلګ پیدا کری نور کار سمیژی کنه.
مثال، ۵۰۰ متره مربع زای دیر کوچنی دی دا په دی نه ارزی چی تاسو په میدیا کی تبلیغوی، حد اقل هلته باید یو جریب یا ۱۰۰۰۰متره مربع ساحه جوره شی، باید چوکی، کانتین، دتلیفون د چارج زای، د زنانه و لپاره مناسب تر ساحه، تشنابونه، د اوبو خکلو او اودس ساحه ولری.

طوطی

د کم تجربو خلکو سوچ او طرحه هم وړه وی. خو بیا هم له څه څخه ښه کار دی. الله دی مونږه هدایت کړی چی کار اهل د کار ته وسپارو. پداسی امارت چی اوس یی ګورو فکر نکوم چی د یتیمانو ارمان تر سره شی.

جبران خلیل

یره ډیر ناشکره او بې احساسه خلک یئ څوک چې احساس لري نو صرف شکر به اوباسي او ستاینه به کوي او نور چې تنقید ته ناست دي نو هغه متل دې وئ هندو چې وزګار شي نو …….

محمد حقاني

ډیر ښه کار سوی دی الله جل جلاله دي نور هم توفیق ورکي چې د ټول مستضعف ملت مشکلات ور حل کړي رئیس الوزراء دی یواځی یوه خای ته توجه نه کوي باید ټول وطن ته نظر وکي تر امارت مخکې به چې د چمن څخه مسافرین راغلل په ویش کې به موټران هر ډول تر کندهاره تر کوره پیدا کېدل آساني به وه – د امارت د راتګ سره دا ناورین را مینځته سوی دی چې مسافرین به حطما د ویش څخه تر بولدک پوری په سوزوکي کې ځي بیا به د بولدک څخه د کندهار تر هډې پوری… نور لوستل »

محمد حقاني

پرون مي تبصره درته لیږلی وه ، تاسو ثبت نه کړه چې ولی ؟

جان تنی

وروره کله چی تبصره دی پنجابیانو په مزاج برابره نوی نی نشر کویی

طوطی

تبصره چی د مارت پر ضد وی څنګه به ثبت شی. لږ څه نا څه انتقادی پروا نلری.

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx