ټولنیزه برخه

مرګ او بیا ژوند

ميا نوراغا

مرګ:
مرګ داسې مسلم حقیقت دی چې تقریبا هره ورځ یې په سترګو وینو، په غوږونو یې اورو، یا په جنازو کې شرکت کوو، د دنیا هیڅ عاقل ترې انکار نه کوي، بیخي بدهي حقیقت دی.

انسانان د مرګ په حقیقت باندې قوي متفق دي، خو له مرګ څخه وروسته په ژوند او د ژوند په کیفیت کې اختلاف لري چې په اړه به یې مختصر رڼا واچوو.

له مرګ نه پس ژوند:
تقریبا د دنیا پنځه نوي سلنه د الله تعالی په وجود قائل دي، دوی متیقن دي چې ځینې هغه کارونه چې د انسان له اسبابو خارج وي او متحقق کیږي, یا د انسان ځینې ضرورتونه د ده له اسبابو څخه بهر دي او دی پکې محتاج دی, دا سې کارونه د یو قوي غیبي قوت لخوا متحقق کیږي, انسان د دغه غیبي قوت د تعریف په لټه کې دی, چې ځینې په حق مندلو کې کامیاب او ځینې لالهانده دي.

چا چې اسماني دین منلی هغوی په حق منلو کې کامیاب شوي, ځکه چې د اسماني دین را وړونکی د خپلې زماني له ټولو خلکو څخه په هر لحاظ بهترین او کامل انسان وي, د دروغ هیڅ سابقه نه لري, د نیا په امورو کې هیڅکله دروغو ته فنا نه وړي, نو د آخرت او قوی لایزال رب په باره کې د دروغو تصور څنګه ترې کیدای شي!؟

همدا رنګه د الله تعالی دین په راوړولو او حقانیت باندې یې دا سې قوي معجزې د دلیل په ډول پیش کړي چې له مقابلې څخه یې ټول عاجز او ناتوانه شوي, له دې امله د دوی مننونکي د غیبي قوت په تعریف او د الله تعالی په موجود والې کې حق ته رسیدلي, د الله تعالی ټولو استاذو انبیاؤ په اتفاق سره خپل امت ته له مرګ نه وروسته د ژوند خبر ورکړی, او دوی یې د دنیا په فنا او د آخرت په بقا او د ابتلی او مجازاتو په ټولو مراحلو پوه کړي, د اسماني دین مننونکي سره له دې چې له مرګ نه وروسته ژوند باندې متفق دي لکه اهل کتاب او مسلمانان ټول په یوه خوله په دوباره ژوندي کیدو ایمان لري, خو بدبختانه اهل کتابو له آخري نبي او د هغه له کامل او جامع شریعت څخه په انکار کولو سره ځانونه ګمراهان او د کفر هلاکت په کنده کې خطا کړي.

الحمد لله مسلمانان په دغه حقیقت په مندلو سره, د ټولو انبیاؤ په منلو سره او آخري نبي په اتباع سره د کفر له تورو تیارو څخه لرې په لویه او قوي رڼا کې قرار لري, فلله الحمد و المنة.
هغه خلک چې د غیبي قوت ته رسیدو او تعریف په لټه کې دي خو د انبیاؤ له منلو او د هغوی له دین څخه نا خبر یا منکر دي سخت د تحیر او کشمکش حالت کې دي, دوی د آخرت د ژوند په کیفت کې هم سرګردانه دي, خو دومره ده چې اکثر په دوباره ژوندي کیدو قائل دي.

په نړۍ کې د هغو خلکو فیصدي ډیره کمه ده چې حقیقت او وجود تر محسوساتو محدود ګڼي, له ظاهری اسبابو ما ورا په بل څه عقیده نه لري, دوی ټول هر څه تر همدې دنیاوي ژوند پورې تړلي او بس.

دوی ته وایو: اول خو دومره قوی دلائل موجود دي چې که یو سالم العقل او سالم الفطرت انسان په دغو دلائلو کې سوچ وکړي بغیر له شک او شبهې به په اخروي ژوند ایمان راوړي, الهي نظام او قانونه به ومني.
دوهم: بالفرض والمحال که دوباره ژوندي کیدل نه وي هغه خلکه وروسته له مرګ څخه هیڅ تاوان سره نه مخامخ کیږي په دوباره ژوندي کیدو یې ایمان او عقیده وي,خو که اخروي ژوند وي لکه څنګه چې زمونږ کلک یقین او ایمان دی او پوره قوي دلائل پرې موجود دي, نو ائ منکرینو! بیا خو سخت له لوی او همیشه تاوان سره مخامخ یی, سخت تباه او برباد یی!!!

راځئ د حق په موندلو کې تیزي وکړئ, دا مختصر ژوند غنیمت وګڼئ, د الله تعای په وجود د هغه په دین باندې چې کوم دلائل دي په هغه کې سوچ او فکر وکړئ چې ترڅو حق ته ورسیږئ.
مسلمانانو ! لکه څنګه چې په الله تعالی, انبیاؤ, اسماني کتابونو, آخرت او قدر ایمان لری, همدا رنګه د الله په دین عمل هم وکړی, د نفس او شیطان دامونو ته بیدار شئ, مختصره زندګي مو د نبي علیه اسلام په شریعت رنګینه کړئ, تاسې ګورئ چې د دنیا رنګینۍ څنګه پاتې کیدونکې دي او انسان څنګه د قبر خړو خاورو ته ترې تلونکی دی؟
راځئ د عبرت له دلائلو عبرت واخلو، په ژوند کې الله تعالی راضي کړو, د الله تعالی په مخلوقاتو رحم وکړو، د مال، جاه، لپاره له هیڅ بغاوت او کجروي ونه کړو.
علي رضي الله عنه فرمایي: الدنیا مدبرة و الآخرة مقبلة و لکل واحد منهما بنو فکونو ابناء الآخرة, الیوم عمل لا حساب و غدا حساب لا عمل.
دنیا فنا کیدونکې ده او آخرا راروان دی, د دواړو خوښونکي شته خو تاسې د آخرت خوښونکي شئ, ځکه نن عمل دی حساب نشته, خو سبا حساب دی عمل نشته.
د سبا له پښیمانۍ او لاس مروړلو څخه ځان وساتئ, او نن ورته تیاری ونیسئ.
ففروا الی الله!
اللهم احسن عاقبتنا في الأمور کلها و أجرنا من خزي الدنیا و عذاب الآخرة!
میا نورآغا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx