افغانستانروغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د کرونا ویروس نوي ارقام خپاره کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ غوایي، ۱۴۰۱ل): د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د کرونا ویروس ناروغانو په نوي راپور کې ویلي چې تر دې دمه دغې ناروغۍ ۷۶۸۵ کسان وژلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي چې نږدې ۱۰۰ زره کسان یاد هېواد کې پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د کرونا ویروس چې اوسمهال هم په ځینو هېوادونو کې په چټکۍ خپریږي، افغانستان کې یې لومړۍ پېښه د ۲۰۲۰م کال جنوري میاشتې په ۲۴مه نېټه هرات ولایت کې خپره شوه چې وروسته ټولو ولایتونو ته ناروغي ورسېده.

د روغتیا نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې ۹۰ سلنه ناروغان بیرته له کووید-۱۹ روغ شوي دي.

راپور زیاتوي، په دغه هېواد کې ۴۷۵۸ روغتیایي کارکوونکي هم په کرونا اخته شوي چې له جملې یې ۱۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سازمان په وینا، اوسمهال افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې او د مړینې کچه کمه شوې ده.

دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر رسنیو ته ویلي وو، تېرو څلورو میاشتو کې په یاد هېواد کې د کرونا نږدې ۲۰ زره پېښې او په تېره یوه میاشت کې ۱۱۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

نوموړي د کووید-۱۹ څخه د مړینې اړوند کموالي خبر هم ورکړی و.

بل لوري ته روغتیا وزارت نړیوال سازمان پړ بولي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې د کرونا اړوند مرستې ځنډولي چې له کبله یې یو شمېر روغتیایي مرکزونه تړل شوې دي.

د امریکا جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۵۲۲ ملیونه کسان کرونا نېولي او ۶ ملیونه ۲۶۴ زره مړه شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx