
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غويي،۱۴۰۱ل): «انډین ایکسپریس» مشهوره هندي او د هند حاکم حکومت ته نیږدې ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي دي چې هند په افغانستان کې د ديپلوماتیک حضور ساتلو باندې غور کوي.
یادې ورځپاڼې لیکلي دي چې د فرورۍ په میاشت کې د امنیتي مسوولینو یو ټیم کابل ته سفر کړی څو په کابل کې عملي او ځمکني حالات ارزیابي کړي.
انډین ایکسپریس ورځپاڼې د سرچېنو له مخې د هند حکومت پلان له مخې د هند په ديپلوماتیکې استازولۍ کې به لوړې پايې ديپلوماتان نه وي او سفارت به یواځې ارتباطي رول لوبوي چې ممکن ځيني قونسلي خدمات هم وړاندې کړي.
د راپور له مخې کابل کې د هند سفارت بېرته خلاصولو باندې غور کولو لپاره ځينې اساسي فکتورونه شته دي چې یو یې هم د اروپايي اتحاديې په شمول د ۱۶ هیوادونو له خوا بېرته سفارتونو خلاصول دي او هند هم پر دې نظر دی چې باید د خپلو ګټو په موخه سفارت خلاص کړي.
همدا راز په کابل کې ځينې عملي پرمختګونو هم هند دې ته هڅولی چې باید په کابل کې شتون ولري، لکه د مرکزي اسیا سره د نښلون لپاره د افغانستان څخه ترانزیتي استفاده چې د دې لپاره د افغانستان له فعلي واکمن سره ديپلوماتیکي اړیکې اړینې دي.
هند د اګست پر پنځلسمه خپل سفارت په افغانستان کې وتړلو او حاضره یې افغان حکومت ساتنه کوي. هندي رسنۍ وايي چې د هند سفارت تړل شوی دی او هيڅ ډول زیان ورته نه دی رسیدلی.
ښه خبر دی. هند د افغانستان لپاره همیشه مثبت ثابت شوی. پاکستان خو هغه ده تیره ورځ بیا پر کنړ ولایت راکټونه و توغول. هند سره باید د چابهار د بند له لاری راکړه ورکړه زیاته شی خو معلومداره خبره ده چی د امارت منځ کی به میشت پاکستانی جاسوسی کړی پدی لاره کی غټ خنډونه او مشکلات پیدا کړی.