افغانستان

اراضي ریاست له ښارجوړونې څخه بیل او د کرنې وزارت سره یوځای شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غويي،۱۴۰۱ل): د اراضي ریاست د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخوندزاده د یوه ځانګړي حکم پر اساس له ښار جوړونې وزارت څخه بیل او د کرنې وزارت ته تشکیل ته ورزیات شوی دی.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمیسیون په ۱۹مه غونډه کې  د مالیې وزارت، ښارجوړونې وزارت، اقتصاد وزارت، کرنې وزارت او کابل ښاروالۍ څخه یوې ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارله، چې د ښارجوړونې وزارت له تشکیل څخه د کرنې وزارت تشکیل ته د اراضي ریاست د انتقال بهیر بشپړه کړي.

یاد کمیسیون همدا راز ‎ «د افغانستان برښنا شرکت» ته دنده وسپارله، چې د وردګو «د چک برېښنا بند» د پاتې کارونو د لګښت په اړه دقیقه سروې ترسره او راپور یې د یاد کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د چک برېښنا بند درې توربینه لري چې په بیا فعالېدو سره به د (۳.۹) میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx