
افغانستان
کجکي بند درېیم توربین فعال شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غويي،۱۴۰۱ل): د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د کجکي بند درېیم توربین چې د ۱۸میګا واټه برښنا تولید ظرفیت لري بیا فعال شو.
د افغانستان برښنا شرکټ پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي دي چې د کجکي بند درېیم توربین فعالیدو سره د مجلي بند د لومړي فاز مجموعي برښنا ظرفیت ۵۱.۵ میګاواټو ته ورسېدله.
د کجکي بند دوهم فاز چې ۱۰۰ میګاواټه برښنا به تولید کړي د تکميلیدو په حال کې دی او ډیر زر به د کجکي بند د برښنا تولید ظرفیت ۱۵۱.۵ ته لوړ شي.
د یادونې وړ ده چې د کجکي د اوبو بند په ۱۹۵۳ میلادي کال کی جوړ شو او په ۱۹۷۵ کال کې یي د برښنا تولید پیل شو. هغه مهال ددي بند دوه توربینونه فعال شول او د ۱۶ نیم میگاواټو برښنا د تولید ظرفیت یي درلود.
رشتیا چی کار کول اراده غواړی. اسباب، اوزار او وسایل یی فروع دی د انسانی قصد ارادی او هدف لپاره. که په ځیرسره وکتل سی نو د اسلا می امارت د راتګ سره ډیری پیاوړی پروژی پیل، بشپړ یا د بشپړیدو په حال کښی دی. که تاسوته جوړ، تکړه، برابر د تیلو، مبلایلو او ټولو ثابتو ټیرونو څخه برخمن موټرچی هیڅ ستونزه ونلری و تګ او چلولو ته تیار ولاړی او تاسو ددی موټرد چلولو او یا روانو لو اراده و نلری نو دا موټربه هیڅ کله حرکت ونکړی، خو که یو نیمګړی، خراب، په دیروشیانو مانده او ناجوړه موټرتاسو… نور لوستل »
الله د همداسی فعاله لری.