افغانستانخبرونه

د ملي امنیت شورا: امنیتي ځواکونه دې د پاکستان د یرغلیزو هڅو مخنیوی وکړي

نن ټکی اسیا(یکشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د ملي امنیت شورا د هېواد له امنیتي ځواکونو د پاکستان د هر ډول پوځي او نظامي لاسوهنې د شنډولو او ورسره د کلکې مقابلې غوښتنه وکړه.

په ارګ کې د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پریکړه د ولسمشر کرزي په مشرۍ د هېواد د ملي امنیت شورا په نننۍ رابلل شوې ناسته کې وشوه. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د هېواد د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیرانو د هېواد د امنیتي وضعیت په باب خپل ګزارشونه وړاندې کړل او پکې يې ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پاکستاني ځواکونو د پوځي تحرکاتو د پراخېدو خبر ورکړ.

په غونډه کې د هېواد په ځينو سرحدي سېمو د پاکستاني ځواکونو د وروستیو توغندیزو او راکټي بریدونو پر زیاتېدا او پکې پېښیدونکې ولسي مرګ ژوبلې باندې هم بحث وکړ.

د ملي امنیت شورا د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت له لوی ریاست نه د پروان ولایت د امنیتي وضعیت د سمون په خاطر، په دې ولایت کې له نامسؤله وسله والو څخه د وسلو د را ټولولو او د امنیت او ټيکاو د راوستلو په لړ کې د کوټلو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.

د ملي امنیت د شورا په نننۍ غونډه کې د نورستان، هرات او خوست ولایتونو امنیتي وضعیت ته هم کتنه وشوه او د یادو ولایتونو والیانو غونډې ته خپل ګزارشونه وړاندې کړل. د خوست والي په خوست کې له وزیرستانه د را کډه شویو مهاجرینو لپاره د مرستو او سرپنا د برابرولو غوښتنه وکړه.

په دې لړ کې ولسمشر کرزي د مهاجرینو او را ستنېدونکو چارو او سرحداتو او قبایلو وزارت ته سپارښتنه وکړه، چې د دغو را کډه شویو مهاجرینو لپاره د نړیوالو مرستو د را جلبولو په موخه دې په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو له سفارتونو او د ملګرو ملتونو له استازو سره تماس ټینګ شي.

په غونډه کې د کندهار په ژیړۍ، د هلمند په سنګین،نوزاد او نورو سېمو، د ننګرهار په خوږیاڼو، د روزګان په بېلابېلو سېمو او د هېواد په ډېری نورو سېمو کې د طالبانو مسلسلو پرمختګونو ، وسله والو نښتو او جګړو کې د پاکستان ښکېلتیا ته نغوته شوې. دا په داسې حال کې په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه د افغان چارواکو هغه دعوې چې ګواکې د طالبانو په لیکو کې پاکستاني ځواکونه د دې هېواد پر ضد جنګېږي، بې بنسټه بولي.

کرېسټن جاکوبسن د ايساف د عمومي قوماندانۍ مرستيال د شنبې په ورځ په کابل کې رسنيو ته وويل: دا ډول دعوې پخوا هم شوې دي، خو هيڅ ګټه يې نه ده لرلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x