افغانستان

کونړ: استخباراتو هغه نجلۍ چې ۱۸میاشتې وړاندې تښتول شوې وه د تښتوونکو له منګولو وژغورله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غويي،۱۴۰۱ل): د کونړ استخباراتو هغه نجلۍ چې ۱۸ میاشتې وړاندې تښتول شوې وه د تښتوونکو له منګولو ژغورلې او کورنۍ ته یې سپارلې ده.

د تښتول نجلۍ پلار عبدالقادر ویلي چې لور یې اتلس میاشتې مخکې تښتول شوې وه، چې دوی یې د دوامداره هڅو باجود د موندنې او راخلاصولو څخه عاجز و.

هغه د استخباراتو ریاست له مسوولینو مننه وکړه چې په درد یې دوا او لور یې ورته د تښتونکو له منګولو ازاده کړه.

بل لوري ته د کونړ والي شیخ محمد قاسم خالد ویلي چې، د استخباراتو ریاست مؤظفینو د ځانګړو علمیاتو په ترڅ کې تیره ورځ یاده نجلۍ د تښتونکو له منګولو ازاده کړې او دوه تنه یې د تښتونې په تور نیولي دي.

په هغه ویدیو کې چې د کونړ استخباراتو له خوا خپره شوې لیدل کیږي چې تښتول شوې نجلۍ له خپلې مور سره په چیغو او ژړاګانو یوځای کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx