افغانستان

کلدارې د ډالرو مقابل کې بې سارې ارزښت د لاسه ورکړی؛ نن یو ډالر په ۱۹۶.۵۰ کلدارو تبادله کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غويي،۱۴۰۱ل): د امریکايي ډالرو مقابل کې د کلدارې ارزښت نن د سې شنبې په ورځ نیږدې دوه کلدارې نور غورځېدلی دی او نن یو ډالر په۱۹۶.۵۰ کلدارې تبادله کېده.

‎د پاکستان د صرافونو ټولنه وايي چې نن د بازار د خلاصېدو سره د یو ډالر ارزښت ۱۹۴.۵۰ کلدارې و خو د ورځې تر پایه ۱۹۶.۵۰ کلدارو ته وغورځېد.

دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې کلداره د ډالر مقابل کې خپل ارزښت تر دغه حده بایلي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د کلدارو د ارزښت غورځېدو سره د اولیه موادو په شمول د ډيرو هغه توکیو چې له بهره واردیږي، د نرخونو د لوړیدو اندېښنه هم شته دی، ځکه دغه توکي له نورو هیوادونو په ډالرو یا خارجي اسعارو اخیستل کیږي.

د کلدارو ارزښت په داسې حال کې غورځېږي چې پاکستان د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا IMF سره پر یوې هوکړې خبرې کوي چې له مخې يې ۶ میلیارده ډالر قرض ترلاسه کړي.

ډان خبري رسنۍ وايي چې د پاکستاني کلدارو د ارزښت غورځېدو لوی لامل د وارداتو بې ساری زیاتوالی او د صادراتو کموالی دی.

د یادونې وړ ده چې د عمران خان د حکومت د ړنګېدو او نوي ایتلافي حکومت د جوړیدو پر مهال د یو ډالر ارزښت ۱۸۲ کلدارې و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx