
بهرنیو چارو وزیر له جاپاني سفیر سره په کابل کې کتلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویي ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا سره په کابل کې کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د چاپان سفیر په دغه کتنه کې په افغانستان کې تر بل هر وخت امنیت ښه وباله او له داخلي عوایدو د نوي کال د بودیجې تصویب د افغانستان اقتصادي پرمختګ څرګند کړ.
بلخي وویل چې د جاپان سفیر له افغانستان سره بشري مرستو ته په اشارې سره وویل چې بشري مرستې د دې ښکارندويي کوي چې نړۍ غواړي له افغان حکومت سره تعامل وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په وینا جاپاني سفیر دغه راز د زارعت، تعلیم او نورو انکشافي برخو کې د مرستو تر څنګ یادونه وکړه چې هیواد یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره کې انکشافي مرستې تر سره کړي او د جاپان تبعه افغان خادم ناکامورا ترتیب شوي پلانونه تعقیب او عملي کړل شي.
په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر وویل دا چې نوي افغان حکومت د مخدره موادو سره مبارزه او د معتادینو د تداوۍ چارې پیل کړې دي د جاپان په شمول ټوله نړۍ دي په دې برخه کې صحي، غذايي او هر اړخیز کومکونه تر سره کړي تر څو په دې برخه کي لازیات کار وکړای شو چي د افغان ټولنې تر څنګ نړۍ هم ترې په امن شی.