ټولنیزه برخه

شعوري او غیر شعوري تعصبونه

ميا نور اغا

تعصبونه ملتونه ړنګوي، اقدار او وحدتونه له بیخه باسي، د افتراق او جنګونو باعث ګرځي، د تنزل او غلامۍ لوی سبب دی.
د قومونو او ژبو تخلیق د پېژندنې او تعارف په بنیاد شوی، نه ددې لپاره چې یو په بل لویي او تکبر وشي.

ځینې خلک شیطاني فکر لري، یا د پردیو اجیران دي چې قصدا او عمدا تعصباتو ته کار کوي, په دې سره خپل مردار اجرت او مفاد تر لاسه کوي.
خو ځینې بیا په غیر شعوري ډول د متعصبینو ښکار ګرځي, د دوی له مزخرفو خبرو او کړونو څخه په لاشعوري ډول متاثره کیږي, او دا ناروا کړنه ترې صادریږي.

مثلا: ملا برادر ته ملا ورور ویل د لساني تعصب بیلګه کیدای شي, چې ځینې وروڼه یې په غیر شعوري توګه وایي او لیکي.

ځکه برادر نوم دی, نوم نه تبدیلیږي او نه په تر جمه سره اخیستل کیږي, چې څه رقم وي هماغسې به ویل کیږي لکه څنګه چې کیښودل شوی وي.

ملا برادر اخوند په خپل نوم راضي دی مور او پلار یې په دې نوم خوشحاله وو, چې څوک یې په ترجمه ذکر کوي له لساني تعصب نه غیر بل څه کیدای شي؟

زمونږ ټولنه په اسلامي اخوت جوړه ده له دې امله د یو بل ژبه عار نه ګڼو بلکې د خوښۍ باعث یې ګڼو, زمونږ د ټولنۍ په هر کونج او کنار کې ورته مشترک نومونه د ټولنې په قوي تړون دلالت کوي, ملا داد الله فارسي لفظ دی, دادې خدا فارسي لفظ دی پښتانه ازبک ترکمن ټولو اقوامو کې په دې نوم خلک شته, هیڅ ضرورت نشته چې پښتانه یې د الله په ورکړه او ازبک یې په خدای بردي باندې ترجمه کړي, بلکې دا د لغت په قواعدو کې لویه خطا ده, او د مسما او کورنۍ سره یې جفا ده.

پخواني نشنلستان هم څه ناڅه ښه و, تر ډیره حده یې نشنلیزم د قوم رفا او اقدارو ژوندي ساتلو لپاره غوره کړی و, اوس د تعصب او ذاتي مفادو وسیله ګرځول شوی, د خواشینۍ خبره داده چې د دوی له مکاریو څخه د ټولنې پاک او نخبه قشر هم متاثر شوی, هغوی هم په شعوري او غیر شعوري ډول د تعصب په لار قدم ږدي.
د اسلامي ټولنې نخبه ګان بالخصوص علماء هیڅ وخت قوم پرست او نشنلیان نه وو او نه دي, دوی د اسلامي ټولنې د پیوستون محکمې رسۍ دي چې ټولنه یې داسې سره اوبدلې ده چې هر مخرب او مفاد پرست د ټولنې له تخریب څخه ستړی او نامراده شوی.

زمونږ پیغمبر علیه السلام عالمي پیغمبر دی, اسلام عالمي دین دی, په اسلام کې د نسل او رنګ په اعتبار هیڅ طبقاتي ګنجائش نشته, بلکې په اسلام کې د بلندي معیار تقوا ده اوبس.
په اسلام کې تعصب او لسان پرستي ته هیڅ ځای نشته, بلکې سخت مردود عمل ګڼل کیږي, تعصب د اسلام له جامعیت او عالیمیت سره سخت متضاد فکر او عمل دی.

هو, د قوم ترقي, د جائزو حقوقو غوښتنه د قوم خدمت دی له تعصب او قوم پرستي سره اړخ نه لګوي.
د اسلام داعیان او امت اجابت باید هوښیار او باریک بین وي, له هر قسم تبلیس نه باید خبر دار وي, د دوی میزاجونه باید له اسلامي ارشاداتو سره اشناوي, داسې نه لکه خام مواد چې په هره بټۍ کې پخیږي.

راځئ چې تاثیر ګوزار شو نه تاثیر قبلوونکي, خپله ټولنه له هر غل او غدو څخه وژغورو او په لویه سالمه اسلامي شاهراه یې روان کړو, ټولې نارواوې او شیطاني کړنې رد او له بیخه وباسو!
ان اکرمکم عند الله اتقکم, ان الله علیم خبیر. سورة الحجرات.
بیشکه د الله تعالی په نزد ډیر معزز ستاسو ډیر پرهیز ګار ستاسو دی, بیشکه الله ښه پوه او خبر دار دی.
و الله المستعان و علیه تکلان!

میا نورآغا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx