نظــر

د واشنګټن په وړاندې د مسکو نوی جوړیدونکی ايتلاف او د کابل مسؤليت؟

عبدالرحيم ترين

په اوکراین د روسیې له نظامي بريد را وروسته مسکو په دې لټه کې دی چې څنګه د غربي ايتلاف په وړاندې چې مشري یې امريکا کوي نوی ايتلاف يا ځانګړی بلاک را منځته کړي او په دې تړاو يې هڅې پيل کړي دي، تازه د همدې هڅو او بلاک جوړولو رسمي اعلان وړمه ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وکړ او زياته يې کړه مسکو له خپلو متحدينو سره په دې لټه کې ده چې څنګه د امريکا په وړاندې نوی ايتلاف جوړ کړي، لاوروف واضح یې نکړه چې دغه ايتلاف څه ډول يعني نظامي، اقتصادي او که يا هم سیاسي بڼه به ولري, خو له دې رسمي اعلان ور وړاندې تيره اوونۍ د روسیې په اشارې د سوريې ولسمشر بشارالاسد ايران ته سفر ترسره کړ او په تهران کې د هغه هيواد له مذهبي مشر ایت الله خامنه اي او ولسمشر ريسي سره خبرې وکړې، له دې سفره داسې ښکاري چې روسان غواړي خپله ټوله توجو اوکراین او اروپا ته واړوي او غواړي چې ايران هم په دې کار سره په جوړيدونکي نوي ايتلاف کې چې د ايران يوه هيله او غوښتنه هم ده، د متحد او د قدرتمند دولت په توګه له ځان سره ولري او د سوریې چارې ايران ته ور وسپاري ترڅو د نوي ائتلاف په تړاو د ايران قوي ملاتړ ځان سره ولري او د غربي هيوادونو او امريکا لخوا د بې سارې ډيپلوماټيک فشار په وړاندې يې مقابله وکړي چیرې چې تيرو دريو مياشتو کې روسيې ته د اوکراین جګړې دومره ضربه نه ده رسولې لکه څومره چې د غربیانو لخوا سياسي فشارونو او بنديوزنو زيانمن کړی دی.

پوښتنه دا ده چې دغه نوی د ماسکو په مشرۍ جوړیدونکي احتمالي ايتلاف غړي به څوک او د کابل ځآی به چيرته وي؟

داسې ښکاري چې روسیې هغه وخت ددې ايتلاف جوړونې اړتيا درک کړې ده، چيرې چې دوی په اوکراین د برید په پایله کې د غربي نړۍ له نه اټکل کېدونکي سیاسي فشارونو او بنديزونو سره مخ شول، له هغه وروسته د روسيي او چين ترمنځ د پخوانۍ قوي ياراني په بنسټ او په ټايوان ټاپو په راتلونکي کې د چين د احتمالي بريد او په آسيا کې د امريکا د قدرت کمولو لپاره جدي ګامونه اخيستلو په پار د يو بلاک يا ايتلاف جوړنې ته اړتيا وليدل شوه او دغو دوو د نړۍ قوي هيوادونو درک کړې چې بايد په آسيا کې يو قوي د امريکا ضد ايتلاف يا بلاک جوړيدو ته اړتيا شته او همدې اړتيا  په اساس چين پاکستان تشويق کړ چې د اوکراین او روسیې ترمنځ په جګړې کې يا هم بې پرې او يا هم د روسیې خواته اوو ووسي خو په دغه هڅه کې روسيه او چين ناکام شول او همدغه هڅه په دې پای ته ورسېده چې د عمران خان حکومت سر وخوړ او د شهباز شريف په مشرۍ د امريکا په خوښه او پاکستاني پوځ په ملاتړ حکومت په پاکستان کې رامنځته شو چې د نوي احتمالي ايتلاف هڅې له دې بدلون سره پيکه شوې، له دې سره سره چې د روسیې او چین له لاسه پاکستان ووت خو دې دواړو قوي هيوادونو په آسيا کې حياتي جغرافيايي ارزښت لرونکي موقعيت نومي هيواد (افغانستان) د لاسته راوړلو لپاره هڅې پيل کړي چې ددې هڅو په لړ کې لومړی روسیې د افغانستان د نوي حکومت نوي ډيپلوماټان ومنل او سفارت يې ور وسپاره ورپسې بيا چين افغان نوي حکومت ته د ګلونو او سرو فرشونو په غوړولو سره سفارت رسماً افغان لوري ته ور وسپاره او رسمي ډیپلوماټان یې ومنل او د دواړو هېوادونو ترمنځ له اوږدې مودې غير رسمي اړيکو وروسته هرڅه رسمي بڼه غوره کړه، او په وروستيو کې ايران هم د نوي حکومت لخوا د ور معرفي شویو پينځو ډيپلوماټانو له ډلې څخه درې تنو ته د باور ليکونه ورکړل او په تهران کې د افغان سفارت چارې يې نوي حکومت ته ور وسپارلې، چې دې ټولو هڅو په کور دننه افغانستان کې د اسيايي هېوادونو لخوا د افغان حکومت د رسميت پيژندلو هیلې زیاتې کړې او مثبتو دوه اړخيزو اقتصادي سياسي اړيکو ته له هرڅه زیاته هيله مندي يې را پیدا کړه، خو د پردې تر شا دغه درې د آسيا قدرتمند هيوادونه هڅه کوي چې د خپل راتلونکي لپاره د نوي جوړیدونکي ايتلاف او مصونې آسیا لپاره چيرته چې د امريکا او اروپايي هيوادونو مداخله يا هم صفر او يا هم کمزورې کړي د افغانستان جغرافيايي موقعيت ته په کتو افغانستان له ځان سره په دې ايتلاف کې شامل کړي چې تر ډيره ددې هدف ترلاسه کولو لپاره یې هڅې بريالی ښکاري، له افغانستان ور اخوا ددې ايتلاف هغه غړي چې لا له وړاندې مشخص شوي دي، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، قزاقستان، ازربايجان، چک جمهوريت، بلغاریا، سوريه او ځينې نور احتمالي هيوادونه هم ممکن په دې ايتلاف کې اووسي چې ترکیه يو له هغو هيوادنو څخه ده چې لا یې څرک نه ښکاري چې کومې خواته ده.

خو پوښتنه اوس دا ده چې کابل ته څه کول په کار دي په دې حساسو شېبو کې؟
د افغانستان تاريخ ته په کتو افغان واکمنو نه هم په لومړي نړيوال جنګ کې او نه هم په دوهم نړيوال جنګ کې د کوم طرف ملاتړ ونکړ او بې پرې پاتې شول چې همدې تاريخ ته په کتو په اوکراین د روسیې د بريد په تړاو هم د افغانستان نوی حکومت بې پرې پاتې شو او د يوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره له دواړو لوريو وغوښتل چې بشري حقونو ته درناوی، د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب او ستونزې د خبرو اترو لارې حل کولو ته لومړيتوب ورکړي، چې دې اعلامیې وښوده افغانستان نه غواړي د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې مداخله او یا هم کوم نړيوال سياسي او يا هم نظامي ائتلاف کې ور ګډ شي ځکه افغان نوی حکومت په دې حالت کې نه ده چې د سترو قدرتونو ترمنځ د خطرناکې سيالی په يو طرف کې واقع شي او که بيا هم افغانستان غواړي په دې ډول سترو سياليو کې واقع شي نو بايد د چين په شان قوي اقتصاد، روسیې په شان د نظامي وسلو ستر توليد او خرڅلاو او د ايران په شان د تيلو زخيرو په سر سپور او قوي بايد اوو اوسې چې هغه مهال کولای شي هم خپله ايتلاف رامنځته کړي او هم بې له کومې ويرې د خپلو ملي ګټو په اساس له ځينو هيوادونو ملاتړ او د ځينو مخالفت وکړي ځکه چې بدبختانه افغانستان په داسې اقتصادي، سياسي او يا هم‌ بل حالت کې نه چې د چا د سیالو ښکار يا هم د کوم اټومي وسلې لرونکي هيواد دښمني په غاړه واخلي په روانو حالاتو کې چې د همدې اصل په بنأ دي افغان حکومت ته په کار ده چې د روسیې له لوري د جوړيدونکي ايتلاف سره د خپل تاريخ په اساس مخته لاړ شي او بايد بې پرې پاتې شي ځکه ددې ايتلاف په ګټه حتی يوه خبره کول د افغانستان د نوي حکومت لپاره لکه لمدې خټې ته ليږ اوبو د ضرورت په معنا به وي چې په راتلونکي کې پراخې سياسي، اقتصادي او امنيتي ستونزې د امريکا او په آسيا کې د هغوی د متحدينو لخوا جوړيدلای شي، ځکه امريکا هيڅکله هم نه غواړي چې د افغانستان جغرافيايي موقعيت ته په کتو دغه د اسیا زړه دې په آسیا کې د امريکا متحدينو او يا د امريکايي ګټو په ضد وکارول شي او همدې ايتلاف ته په کتو امريکا که څه هم د افغان حکومت لخوا په دې وروستيو کې په ښځو د اسلامي احکامو د تطبيق په تړاو د فرمانونو په اړه محتاطانه غبرګونونه وښودل او د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارؤ د وزارت ځانګړي استازي ټايم ويسټ دوه اوونۍ وړاندې په يوه مرکه کې وويلې که چيرې افغان حکومت له شپږم ټولګي څخه پورته د انجونو په مخ ښوونځي پرانيزي نو دا به د رسميت پيژندنې ته لار هواره کړي او په پام کې ده چې راتلونکې مياشت د افغان حکومت په مشرانو د لګيدلو بنديزونو په تړاو د امنيت شورا غونډه را وبولي چيرته چې تمه کيږي چې په افغان مشرانو به لګیدلي بندیزونه بيا هم تعلیق کې پريښودل شي او يا به هم‌ لري کړل شي ځکه امريکا اړ ده چې له افغان لوري سره په آسيا کې د خپل ارزښت او متحدینو د خونديتوب لپاره جوړ جاړی وکړي چې دغه ټولې هڅې د امريکا ددې لپاره دي چې په نظامي توګه په افغانستان اشغال سره خو مو دغه هيواد چارې ترلاسه نکړای شوې نو اوس د ډيپلوماسۍ وخت او غواړي افغان حکومت يا هم د ځان په ګټه په آسيا کې ولوبوي خو که داسې ونه شول نو اجازه هم نه ورکوي چې په هر قيمت د امريکا د ګټو يا د متحدينو په ضد دې وکارول شي.

عبدالرحيم ترين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx