افغانستان

یوناما مشره: هیڅوک په افغانستان کې د جنګ او جنګي ډلو ملاتړې نه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویي ۱۴۰۱): د یوناما مشرې ډیبورا لاینز وایي چې هیڅوک په افغانستان کې د جنګ او جنګي ډلو ملاتړې نه دي او نه یې د افغانستان په ګټه بولي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي دي چې په دغه کتنه کې د یوناما مشرې د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل او د بهرنیو چارو وزارت څخه یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان د هر اړخیز پرمختګ لپاره به ګډې هڅې کوي او د یوه مېکانیزم له لارې به راتلونکې مسائل مخته ویسو.

په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کي د وروستیو رامنځته شویو مسائلو په اړه معلومات ورکړل چې پکې د حجاب او مخدره توکو د فرمانونو او تصفیوي عملیاتو اړوند وضاحتونه هم شامل وو.

ښاغلي متقي یادونه وکړه چې ملګرو ملتونو او نړۍ ته د افغانستان په اړه حقایق لکه امنیت، د فساد او اختلاص مخنیوی، د داعش او مخدره توکو لمنځه وړل په جدي او واقعي ډول سره ورسوي.

که څه هم نړیوالې ټولنه ټینګار کوي چې افغانستان کې د هیڅ وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي خو سربېره پر دې یو شمېر شرخوښي کسان چې له پخوا د داخلي جنګونو سابقه لري کوښښ کوي چې په افغانستان کې د جګړې د بیا پیلولو لپاره د بهرنیو مرستې جلب او افغانستان یوې کورنۍ جګړې ته ټیل وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx