
کرکټ بورډ: د زمبابوې پر وړاندې لوبې راتلونکې میاشت ترسره کیږي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ غوایي، ۱۴۰۱ل): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د زمبابوې پر وړاندې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې راتلونکې میاشت جون کې ترسره کیږي.
ټاکلې شوې وې دغه سیالۍ چې پر درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو مشتملې دي، د تېر کال په دیسمبر او بیا د روان کال په فبروري میاشت کې پلان شوې وې خو د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله وځنډېدې.
کرکټ بورډ وایي د زمبابوې پر وړاندې سیالۍ به د جون میاشتې په څلورمه نېټه پېل او د همدې میاشتې په پنځلسمه نېټه پای ته ورسیږي.
د مهالویش له مخې لومړی به د نړیوال جام سوپر لیګ سیالیو درې یو ورځنۍ لوبې ترسره شي چې د جون په څلورمه، شپږمه او نهمه نېټه ټاکلې شوې دي.
دغه راز شل اوریزې لوبې به د جون په یوولسمه، دولسمه او څوارلسمه نېټه ترسره شي. ټاکل شوې ده یادې لوبې د زمبابوې په کوربه توب په پلازمینه هراري کې وشي.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې ۹ لوبې ترسره کړې دي چې ۷ یې ګټلې او ۲ نورې یې بایللې دي. د زمبابوې پر وړاندې د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ به د افغان لوبډلې لپاره په ټوله کې څلورمه لوبلړۍ وي چې د افغانستان ملي لوبډله یې د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې ترسره کوي.