ادبي لیکني

هېر شوی اسلامي تاریخ کتاب چاپ شو!

عبدالواحد شهباز

هېر شوی اسلامي تاریخ کتاب په لومړي ځل په کال ۲۰۱۴ میلادي کې په انګلیسي ژبه چاپ شوی دی. له چاپ وروسته د لوستونکو له ډېر تود هرکلي سره مخامخ شو. د کتاب لیکوال فراس الخطیب فلسطین نسله امریکايي څيړونکی، لیکوال او مؤرخ دی. کتاب په دولسو څپرکیو باندې ویشل شوی. د ښه پوهیدا لپاره پکې له انځورونو هم استفاده شوې ده. له دې پرته، په هر څپرکي کې په مستقله توګه، د متن په منځ منځ کې څو څو دانې ځانګړي تاریخي واقیعتونه هم راوړل شوي دي. لاندې د کتاب د څپرکیو محتویات په لنډه توګه وړاندې کیږي:

لومړي دوه لنډ څپرکي:
له اسلام څخه وړاندې د عربو ټاپووزمې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت لنډیز وړاندې کوي. دا ډېره څرګنده موضوع ده چې اسلامي عقیده څومره پیاوړي ده؛ ځکه چې نوموړې یوازې د ۲۳ کالونو په موده کې له عربو څخه داسې غوره نړیوال مشران جوړ کړل، چې نړۍ نه له هغې مخکې لیدلي ول او نه به یې له هغې وروسته په راتلونکي کې وویني.

د لومړیو دوو څپرکیو په تعقیب، درېیم څپرکی:
د خلفاء راشدینو پر دور باندې چې کابو ۳۰ کاله یې دوام وکړ؛ رڼا اچوي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه وورسته ابوبکر رضی الله عنه خلیفه کیږي. نوموړی د خلیفه د رول نمونه وړاندې کوي. د اسلامي خلافت پراختیا، رومي، بیزینطیني او ساساني امپراتوریو سره د مخامیخدا تادو اېږدي. ياد څپرکی د خوارجو لخوا ګډوډي را مینځ ته کول او د دوی لخوا د علي رضی الله عنه په شهادت رسولو سره پای مومي.

څلورم څپرکی:
د معاویه رضی الله او ورپسې د بنو امیه امپرتوری او د میراثي واکمنۍ پیل، حسین او ابن زبیر رضی الله عنهما سره د ځایناستې په اړه د دوی شخړه او په پای کې د دواړو په شهادت رسولو باندی مبنا دی. له دې پرته، دا څپرکی اسپانیا او هند ته د اسلامي امپراتوری په پراختیا باندې هم رڼا اچوي. دا مهال چې د وحي د پیلیدا راهیسې کابو ۱۰۰ کاله تېر شي ول، اسلامي امپراتوري د نړۍ تر ټولو ځواکمن دولت جوړیږي. بیا د توطيې او چل له طریقه عباسیان له امویانو څخه قدرت نیسي او تر راتلونکو ۵۰۰ کلونو پورې د اسلامي امت مشري کوي.

پینځم څپرکی:
علمي طلايي عصر، د عباسیانو په مشري، د مسلمانانو پراخ او بېشمېره علمي، ساینسي او تخنیکي لاسته راوړنو لکه: روغتونونه، پوهنتونونه، ستوري پېژندنه، ریاضي، فزیک، کیمیا، ژبو او داسې نورو شیانو باندې رڼا اچوي. نوموړیو لاسته راوړنو ته د بیت الحکمة په نوم د علمي موسسې جوړېدو لاره هواره کړه. خو له دغو ټولو سره – سره عقیدوي مسایل هم راوټوکېدل؛ د اسلامي تفکر تګلاره پیکه کړای شوه او ډېرو خلکو د عقیدې بیانولو او واضحولو په موخه یوناني منطق د فکر کولو یوې لارې په توګه خپلول پیل کړل. دغې پدیدې د معتزله وو او داسې نورو ډلو راټوکېدو ته لاره پرانېستله.

شپرم څپرکی: اسلامي علوم، د فقهې او د څلورو مذاهبو په جوړېدو او د دوی بنسټګرو امامانو – ابو حینفه، مالک، شافعي او حنبل رحمة الله علیهم – پر تګلارو باندې رڼا اچوي. د فقهې تر څنګ په عقیده، صوفیېزم هم ډېر څه لري او په اخره کې په شعیه اېزم پای مومي.

راتلونکی څپرکی چې په سمه توګه (راپرځېدنه) نومول شوی ، په اسماعیلېزم، صلیبي جګړې او منګولیانو، قرامطیانو، پاپ اربن، ایوبي سلطنت، چنګېز خان او د هغه لمسی هلاکو خان په لاس د بغداد سقوط باندې متمرکز دی.

اتم څپرکی: په ځانګړې توګه (اندلس) ته وقف شوی دی. د موسی بن نصیر او طارق بن زیاد په څیر اتلانو په لاس د اندلس فتحه کیدلو اصلي کیسه هغه مهال راپیلیږي، چې کله د عباسيانو په لاس د امویانو عامه وژنې څخه یو اموي شهزاده – عبدالرحمن الداخل – په بریالی توګه اسپانیا ته ځان رسوي؛ هلته د یو داسې سلطنت بسنټ اېږدي چې تر پیړیو دوام کوي او د اروپا تر ټولو غوره او ځواکمنه امپراتوري ترې جوړیږي. پر دې سربېره، په یاد څپرکي کې په دغو ټکو هم بحث شوی دی: غرناطه، قرطبه، کمزوري سیمه ییز واکمنان، دیني او ساینسي علوم، کلتوري وده او مورېسکوز. همداراز اتم څپرکی، په اندلس کې د مسلمانانو بې اتفاقیو له امله د عیسویانو ځواکمنېدل، مسلمانان له سقوط سره مخامخول، پر دوی بې ساري ظلمونه کول، دین بدلولو ته یې مجبورول او بلاخره په ۱۷مه پیړۍ کې له اندلس څخه په بشپړه توګه د مسلمانانو د ایستلو په اړه هم ځانګړي بحثونه لري.

نهم څپرکی:
په لویدځه افریقا کې اسلام باندې رڼا اچوي؛ د چا مشران چې ویل کیږي: د نړۍ پر مخ تر ټولو شتمنو کسانو څخه ول. دوی د تیمبکتو په څیر په نړۍ کې د اسلامي علومو یو تر ټولو لوی او معتبر مرکز بنسټ کېښود. ختيځه افریقا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې د صحابه کرامو رضي الله عنهم د سفرونو له امله له اسلام سره اشنايي درلوده. د همدې له امله دواړو سیمو ډېر مسلمانان لرل. د اروپايي استعمار په پیلیدو سره، له نوموړیو سیمو څخه په ملیونونو مسلمانان د امریکا براعظم ته په ډېره غیر انساني توګه ولېږدول شول. په دې څپرکي کې د نن-ورځې افریقايي-امریکایانو او مالکم اېکس یادونه هم شوې ده.

لسم څپرکی:
د عثماني سلطنت چې په اصل کې یو جنګیالی دولت و، د هغه ريښې، راپورته کیدا او بلاخره د خلا..فت مقام تر لاسه کولو ته ځانګړی شوی دی. عثماني خلا..فت په راپورته کیدو سره د ډېرې چټکې پراختیا شاهد اوسي او په پای کې د رومي امپراتوری او د عیسویانو مرکر قسطنطنیه فتحه کوي او د یو نوي (طلايي عصر) تادو اېږدي. د دې تر څنګ دغه څپرکی د مغولانو او صفویانو راپورته کېدل هم بیانوي.

یوولسم څپرکی:
زوال؛ د عثماني دولت ستونزې ارزوي لکه: لېبرال/تنظیمات ریفورمونه کوم چې له اوله کمزوری عثماني دولت نور هم مخ پر ځوړ کړ. دویم سلطان عبدالحمید هڅه وکړه چې ستونزې او ننګونې له مینځ یوسي لېکن د ځوان ترکانو په نامه یو سازشي تنظیم د هغه درې دېرش کلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود. په دې پسې بیا د غرب لخوا د هند، اسیا، او افریقا کلتوري او فزيکي استعمار چې د دې سیمو زوال يې ګړندی کړ، بیان شوی دی.

اخري څپرکی:
د غرب عقیدوي نفوذ، ریفورم، موډرنېزم، د صیهونیستي تنظیم تاسیس، په سویلي اسیا او عربي سیمو کې د ملي دولتونو عروج، د خلافت له منځه وړل، د وړ مشرتابه نشتون، سیکولرېزم او د اسلامي قانون له مخې د حاکمیت مفکورې پرېښودلو ته ورته مباحثو ته ځانګړی شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زبیراحمد ننګرهاری

غواړم خایسته کتابونه اولیکنی اوکورم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx