افغانستان

د ملا برادر اخند په مشرۍ حکومتي پلاوي متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګرو سره ليدلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ غویي ۱۴۰۱): د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ يو پلاوي په متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګرو سره ليدلي او هغوی يې افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.

ملا عبدالغني برادر چې وړمه ورځ د يو پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته لاړ او هلته يې د دغه هيواد د وفات شوي ولسمشر فاتحه وکړه؛ تېره ورځ ناوخته یې په دغه هيواد کې افغان سوداګرو سره ليدلي.

ښاغلي برادر سره په دغه پلاوي کې د سوداګرۍ، اطلاعات او کلتور وزير او بهرنيو چارو مرستيال وزير هم شامل دي.

په متحده عربي اماراتو کې ميشت افغان سوداګرو غونډې ته ملا عبدالغني برادر ويلي چې اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې پانګونې ته زمينه برابره شوې ده او له افغان سوداګرو او پانګوالو يې غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او ډاډ يې ورکړی چې حکومت به په دې برخه کې پانګوالو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.

د چارو شنونکي د هيواد د اقتصادي پياوړتيا په برخه د ښاغلي برادر هڅې ګټورې بولي او وايي چې افغانستان هغه وخت په پخپلو پښو درېدلی شي چې د پرديو مرستو په ځای پخپلو اقتصادي سرچينو او سوداګرۍ پراختيا په برخه کې کار وکړي.

په ورته وخت کې د سياسي چارو شنونکي انجينر نظر محمد مطمئن ويلي دي چې متحده عرب اماراتو کې افغان سوداګر کولای شي د دواړو هيوادو اړيکو او همداراز د هيواد په اقتصادي وده کې مثبت رول ولوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx