د نن سرلیکنه

هیواد له فوق العاده بیړني حالت سره د مخکیدو په درشل کې

نن ټکی آسیا – سرمقاله: (یکشنبه، زمری ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو پر اساس پاکستان هیواد په تیره لنډه موده کې ۵۰۰۰ توغندي د افغانستان په سرحدي سیمو توغولي دي چې د یوزیات شمیر ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې لامل شوي.

د پاکستان د توغندیويي بریدونو ترڅنګ د هیواد په داخل کې د میشتو بهرنيو ځواکونو په خپلسریو عملیاتو او بمباریو کې هم هره ورځ په لسګونو افغانان شهیدان او ژوبل کیږي چې وروستۍ پیښه یې د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ باندې د امریکايي بي پلوټه الوتکو هغه بریدونه دي چې ۵۰ تنه ولسي وګړي ورکې شهیدان شول.

همداراز د هیواد په داخل کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی او له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ د نیټې په رانیږدي کیدو سره د دولتي چارواکو په منځ کې د بي اعتمادي په ډیریدو سره هریو کوښښ کوي خپل ځان او فامیل له هیواده عاجل بهرته وباسي.

دغه سیاسي هرج و مرج په نورو ستونزو سربیره په هیواد کې د اداري فساد کچه ډیره لوړه کړې، تر دي چې اکثره دولتي چارواکو، په تیره والیانو، ښاروالانو او امنیه قومندانانو هریوه د خپلې دندې په محل کې د اړونده ولایت ددولتي ځمکو او تأسیساتو په چور اوتالان لاس پوری کړی .

د دې ترڅنګ د انتخاباتي لانجې د اوږدیدو له امله هیواد عملا د یوه قانوني ولسمشر له خلاسره مخ دی.

د هیواد په داخلي ، اداري او سیاسي چارو کې د امریکایانو د مداخلې له وجې د ټولو قضايي او عدلي ارګانونو صلاحیتونه سلب کړای شوي، له ولسمشره رانیولې تر پارلمان، مشرانو جرګې ، سترې محکمې او ټولو امنیتي او دفاعي ارګانونو پوری یو هم د خپلو محوله وجائبو د ترسره کولو توان او صلاحیت نه لري.

ځکه د ګاونډي هیواد له خوا د هیواد په سرحدي حریم د ۵۰۰۰ توغندویو ویشتل او د مقابل لوري نه غبرګون ښودل د دې مانا لري چې د هیواد دفاعي او امنیتي ارګانونو یا د بالمثل اقدام توان په ځان کې نه ویني اویا هم د دې واک نه لري چې په بالمثل اقدام دي لاس پوري کړي.

انتخاباتي لانجه چې دواړه ښکیلې خواوي یې افغانان او لانجه یې هم د افغان ولس په اچول شوی رایو باندې ده ،مګر ټول د لانجې د حل په اړه د امریکې د بهرنیو چارو وزیر دستورته سترګې په لارې دي ، نه داچې د خپلې لانجې د هواري په اړه افغاني ذیربطه ارګانونو ته مراجعه وکړي.

د یادې لانجې د حل په اړه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر حل لاره خپله د حل په ځای د نورو قانوني ستونزو د راپیداکیدو لامل ګرځیدلې چې په حتمي توګه به تر ډیره وخته افغانان یو د بل پر خلاف مصروف وساتي.

دغه ټوله سیاسي او امنیتي بي ثباتي او ستونزې هغه څه دي چې هیواد یې واقعا له یوه فوق العاده بیړني حالت سره مخ کړی ، داسې بیړنی حالت چې موجود چارواکي او د هغوی بهرني مرستندویان یې د منځته راتلو اساسي عامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x