افغانستان

پنځه غیرفعالو ادارو تشکیلات لغوه شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ غويي،۱۴۰۱ل): افغان حکومت د پنځو هغه ادارو چې د اسلامي نظام د بیا حاکمیت وروسته غیرفعالې شوې وې، اداري تشکیلات لغوه کړې.

د افغان حکومت ویاند بلال کریمي ویلي دي چې دغه ادارې د تېرو اتو میاشتو راهیسې غیرفعالې وې.

د کریمي په وینا هغه ادارې چې فعالیت نه لري، دوی لغوه کړي او که اړتیا پیدا شوه بیا به یې فعالې کړي.

په لغوه شوو ادارو کې د بشري حقونو کمیسیون، ملي امنیت شورا، اساسي قانون باندې د څار کمیسیون، د ولسي او مشرانو جرګو دارالانشاء شاملې دي.

د حکومت ویاند تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي چې د یادو ادارو کارکوونکي بل ځای د کار لپاره جذبوي او که د ادارو له ختمېدو سره د دوی دندې هم ختمې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx