
د وارداتي برښنا قرضونه تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو زیات شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ غويي،۱۴۰۱ل): د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي چې د مرکزي اسیا وارداتي برښنا قرضونه تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو زیات شوي دي.
د دې وزارت ویاند اخترمحمد نصرت وايي چې افغانستان له مرکزي اسیا هیوادونو څخه برښنا واردوي او په دې د ازبکستان او تاجکستان بانکونه د پیسو په لیږد کې له ستونزو سره مخ دي او همدا ستونزه د برښنا شرکت لپاره د دې لامل شوې چې خپل قرضونه پرې نه کړای شي.
ښاغلي نصرت زیاته کړې چې ستونزه د ازبکستان په بانکونو کې دی او د افغانستان حکومت غواړي چې دوی ته پیسې تادیه کړي.
ورته مهال د افغانستان برېښنا شرکت پخوانی رییس امانالله غالب وايي، افغانستان هر کال د منځنۍ اسیا هېوادونو په تېره ازبکستان ته درې سوه مېلیونه ډالره د برېښنا د پېرلو لپاره ورکوي.
ښاغلی غالب طلوع نیوز ته ویلي چې «افغانستان خپله ډېره برېښنا له ازبکستانه اخلي، په کال کې شاوخوا ۱۰۸ مېلیونه ډالره ده، وروستۍ ستونزه د برېښنا د بېل د ورکړې ده، له دې وړاندې خصوصي بانکونو له لارې پیسې ورکول کېدې، خو د اوکرایین له جګړې وروسته د ګاونډ روسيې بانکونه پیسې نهشي اخیستلای.»
د یادونې وړ ده چې حاضره د افغانستان ۳۸ سلنه خلک برښنا ته لاسرسی لري چې ډيری برخه اړتیاوې د مرکزي اسیا له هیوادونو څخه پوره کیږي.
د افغانستان برښنا شرکت د معلوماتو له مخې د افغانستان داخلي برښنا تولید محض د افغانستان ۲۲ سلنه اړتیاوې پوره کوي.
دوه کاله په افغانستان کی وارداتی بریشنا پرچاو کری چی تقریبا ۹۰۰ میلیونه کیژی چی دری نوی بندونه د سل کاله دپاره په جور شی