نظــر

د فلسطين غميزه

د، ب، هيښ
اسرائيل د جغرافيې او نفوس په لحاظ د عربو او مسلمانانو سره په مقايسه ډېر کوچنی هېواد دی، چې که مسلمانان يوازې جواب چای په شريکه په دوی ور خوشي کړي، نه ميزائيلو ته حاجت شته او نه بل شي ته، ټول به د ميتيازو په سيلاب کې غرق او له منځه ولاړ شي. اوس پوښتنه دا ده چې دا څه کمال دی، چې دومره کوچنی هیواد او دومره لوی طاقت لري، چې په ميليونونو عرب او د ميليارد نه زيات مسلمانان يې مقابله نه شي کولی؟

لڼډ ځواب:
اسرائيلو علم، تخنيک، تکنالوژي او ساينس ته مخه کړې ده، شپه او ورځ يې ځوانان او نوی نسل په زده کړه، تحقيق او ابتکار مصروف دي. مشران يې د خپل قام او ولس سره مينه لري او د خپل ولس د فزيکي او فکري ظرفيت د انسجام، تقويې او ودې لپاره په نه ستړي کيدونکي کار او زحمت لګيا دي او هره ورځ د خپل ځان د دفاع او خپل ملک د سوکالۍ لپاره نوي اختراعات او تخليقات کوي.

مګر د عربو ځوانان په عياشۍ او خوشګذرانۍ اخته دي، بس د تېلو مفتې پيسې دي چې د خپلې خيټې او هوس د ارضا لپاره يې مصرفوي. حب الوطن، حب الدين، حب العلم، حب الشعب او حب الوطن يې نه په تربيه کې شته او نه په ماهيت کې.

مشران يې ټول د پرديو نوکران او کشران يې د غربي مبتذل او فاسد فرهنګ لپاره تش بوتلان دي.
همداسې نور اسلامي ملکونه، نظامونه او اوسیدونکي يې هم در واخلئ.

نن ورځ جنګ، سيالي او رقابت په علم کيږي، چې متأسفانه اسلامي ټولنې نه يوازې ترې محرومې دي، بلکې ورسره دښمني هم لري.
هسې چيغې، فرياد او نارې مه وهئ! ولا که په دې شکل يا بيت المقدس ازاد کړئ او يا د نويو استعمارګرانو تجاوزونه او مداخلې دفع‌ کړئ.
څو چې مسلمانان علم او ساينس ته رجوع ونه کړي او د خپلو مستبدو، مزدورو او غلامو تش په نامه مشرانو نه ځان خلاص نه کړي، همداسې به کله د غربيانو او کله د اسرائيلو د لوري دربول کيږي او د ذلت د ژوند سره به مخامخ وي.

يا ربه علم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx