روغتیانړۍ

روغتیا نړیوال سازمان: نړۍ کې هر اووم کس د وینې لوړ فشار ښکار دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ غوایي، ۱۴۰۱ل): د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویلي چې د نړۍ هر اووم کس د وینې لوړ فشار ښکار دی.

په نړۍ کې د مې ۱۷مه نېټه د وینې لوړ فشار ورځې په مناسبت لمانځل کیږي چې روغتیا نړیوال سازمان ددې ناروغۍ ارقام خپاره کړي دي.

یاد سازمان وایي چې په نړۍ کې شاوخوا ۲۸۰ ملیونه خلک د وینې لوړ فشار ښکار دي، په دې معنا چې هر ۷م کس کې دغه ناروغي شتون لري.

د حیرانتیا وړ خبره داده چې د وینې لوړ فشار اخته کسانو کې شاوخوا نیمایي (۴۶ سلنه) یې په خپله ناروغۍ نه وي خبر، چې په دوی کې یې زیاتره بیا د زړه، ذهني او پښتورګو ناروغیو ښکار شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په نړې کې یوازې ۴۲ سلنه خلک د وینې لوړ فشار ناروغي پيژني او ددې درملنه کوي، په داسې حال کې چې د اخته کسانو عمرونه د ۳۰ او ۷۹ کلونو ترمنځ دي.

د لوړ فشار ښکار کسان د منځني عواید لرونکو هېوادونو څخه دي، خو د پرمختللي او وروسته پاتې هېوادونو کسانو لوی شمېر هم په دغه ناروغۍ اخته دي.

نړیوال ساینسپوهان وایي، په خپله د وینې لوړ فشار ناروغي په ښکاره توګه ګواښوونکې نه ده، خو له دې څخه نورې ناروغۍ رامنځته کیږي چې له جملې یې ناڅاپي مرګ هم دی.

د پوهانو په وینا ۸۰/۱۲۰ د یوه عادي انسان د وینې لوړ فشار وي، خو که ۹۰/۱۴۰ ته لوړ شي درملنې ته اړتیا لري، خو هر انسان دغه ډول ستونزې لري، مګر په ځینو کې د ګواښ تر کچې زیاتیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډاکتران وایي چې د وینې لوړ فشار څخه د ژغورنې لپاره باید په ورځ کې د مالګې کارولو کچه تر پنځه ګرامو شي، تازه میوه، سبزيجات او بدني ورزش زیات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx