افغانستان

پاکستان او پاکستاني طالبانو تر منځ اوربند؛ افغان حکومت يې منځګړتوب کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ غويي،۱۴۰۱ل): د افغان حکومت په کوربه توب او منځګړتوب د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ مذاکرات او اوربند شوی دی.

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د غوايي ۲۸مه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد مذاکرات د اسلامي امارت په منځګړتوب په کابل کې تر سره شول چې په نتیجه کې د پام وړ پرمختګ او په لنډ مهاله اوربند توافق وشو.

هغه زیاته کړې چې «د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتني په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي.»

بل لوري ته پاکستاني طالبانو په یوه اعلامیه کې منلې چې د افغان حکومت په منځګړتوب يې د پاکستان له حکومت سره مذاکرات کړي او د مۍ د میاشتې تر ۳۰مۍ يې په اوربند هم توافق کړی دی.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې هم د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت تر منځ د افغان حکومت په منځګړتوب  نیږدې دوه اونۍ مخامخ خبرې په خوست کې کړې وې.

په دغه خبرو کې دواړه لوري یو ابتدایي ازمايښتي تفاهم ته رسیدلي وو چې له مخې  يې د دواړو لورو تر منځ د باور جوړونې په موخه  په ټول هیواد کې اوربند اعلان کړی و او هم  د تحریک طالبان پاکستان غړي په  مشروط ډول خوشې شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

په پنجابی پاکستان کښی د امریکا په ډالرو تربیه شوی وحشی طالبانو عجیبه ډورامه د خپل بادار سره شروع کړی دی عجیبه ځکه دی چی پنجابی پاکستان بادار ئی په کنړ او خوست بمباری کوی او غلام طالبان د افغان ملت وژنی ورته بی تفاوته دی او دا د افغان ملت دوښمنان بیا ادعا کوی چی دوی د پنجابی پاکستان او پاکستانی طالبانو تر مینځ د صلحی وسیله کیدۍ شی ، تاسی ټول د افغان ملت لپاره مضر مکروب یاستۍ ، تاسی د افغان ملت او اسلام دوښمنان د امریکا په هدایت او د پنجابی پاکستان تر کنترول د افغانستان… نور لوستل »

Abdul Majid

پدي کي پاکستان دوه ګټي وکړي، داچه دلته دهغوي مخالفين وجود لري ثبوت يي تاسي ورته وړاندي کړ اودوهم پاکستان په هوايي بمبارۍ کي هغوي خپل مخالفين په نښه کړي وو اودايي حق وو۰
طالبانودوه تاوانه وکړل، دپاکستان بمباري يي پخپل حريم تجاوز ونه ګاڼه بلکه هغوي حق په جانب وګڼل چه هغوي خپل مخالفين په نښه کړي اوبل دملت باوريي دلاسه ورکړچه طالبان نشي کولي چه دافغان ملت او وطن دفاع وکړي۰

سلیمان زاهد

(خپله می تیسنه د بل خریمه ) هغه یو د کوزی پښتون خوا متل دی ، خپل یوبل له ګریوانه نیولی د بل جوړی کوو ، ایا له پاکستان څخه هم د دی مقابل کی کوم ملموسه بدله غوښتل شوی ، هغوی زمونږ حکومت په رسمیت نه پیژنی ، داعش او شمالی ټلوالی ته پناه ورکړی او کومک یی کوی ، نو د پاکستان څخه باید د داسی کړنو تضمین اخیستل شوی وی

دوکتور غروال

افغانستان اوس د امریکا له خوا د پنجابی پاکستان په وسیله مستعمره شوۍ دی تاسی منافقی غلامی ښچنی ږیری د صلحی درواغو بابولانی د پنجابی پاکستان او پنجابی طالبانو تر مینځ د ځانو شهرت لپاره حقیقت نلری د تاسی او د پنجابی طالبانو باداران امریکا او انګلیس دی او اوس امریکا د افغانستان سفارت او دوه قنسلګری په امریکا کښی هم تر خپل کنترول لاندی راوستی دی ، د اسلام او افغان ملت دوښمنان بیا هم په خپلو خیانتونو نشی موفق کیداۍ !!!!!

اسلم

افغان حکومت دې کرار د خیر په غونډۍ کښیني. پکیان پوه شه او خپلې معاملې يې . د پکې نه د ښه نه څوک خیر ویني او هغه بد خو يې لا په خپل ځای پرېږده

طوطی

هوښیار خلک باید ځانونه پوه کړی. هغوی چی تبصری یی همیشه کولی اوس ولی غلی دی؟ آیا دا جهاد صرف افغانستان کی روا وه؟ مونږه او تاسی خو اکثرو پاکستان لیدلی، یو مثال یی د پښور د صدر جومات څنګ ته د کلیسا موجودیت، د هیرا منډی، د شرابو فابریکی او د نورو شپی کلپونو به څه نه وایو خو هلته جهاد روا ندی او طالبان یی هم د انګریز لاسپوځی حکومت سره اوربند کوی. مونږه خپل اکثره تاسیسات، پلونه، سرکونه د جهاد په نوم ویجاړ کړل، په میلونونو خلک مو مهاجرت ته مجبور کړل تر اوسه پوری تا لړی… نور لوستل »

جبران خلیل

د پاکستان په فوج کښی ډیر رزیلان او غلامان دي امارت اسلامې نه مو هیله د چې د افغانستان سره سره په پاکستان کښی هم د شرعیت د نفاز د لارو چارو ملاتړ وکړي

دوکتور غروال

افغان ملت ته دا اوسنی بدبختی د شهید محمد داؤد خان کمونیستی کودتا په وسیله رامینځ ته شوی دی اودشوروی اتحاد له خوا تربیه شوو کمونیستانو لږ څه وروسته هم مؤقتی رهبر محمد داؤد خان له مینځه یووړ او هم ئی بی شمیره افغانان شهیدان کړل نو داسی وطنفروشانو ته د قهرمانانو لقب ورکول ملی خیانت دی او همدی خرڅ شوو کمونیستانو امریکا انګلیس ته زمینه برابره کړه چی رنګارنګ قاتلان د اسلام تر شعار لاندی د افغان ملت تامی بدبختی لپاره تربیه کړی او پنجابی پاکستان ته ددوی رهبری سپارل شویدی او اوس ئی دی ټولو ( کمونیستان ، تنظیمونه او طالبان… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx