
شعـــــرونه
امن راغی تر وطنه شور او شر وتښتېده/ بريالی
احمد بريالی
امن راغی تر وطنه شور او شر وتښتېده
د ستم په دود روزلی هر عسکر وتښتېده
ګروهه نه وه له خپلواکه د پردو له اشارو
ټیټ مورال و د پردیو ټول لښکر وتښتېده
ولس ستړی مطمئن سو له آزاره د ستم
ولي کس د روڼي ګروهي د ضرر وتښتېده
خفه وروڼه را شیوه سوه تر وطنه میراثي
بېګانه له خپله رسمه سیکولر وتښتېده
ذمام پیر ته حواله سو د مخلصو یو امام
ږیره ور د سپکو خلکو هم نظر وتښتېده
ورک وګړي مقیمین سوه پر کاله د سلامت
مقیم سر له جبره ستړی په سفر وتښتېده
د مقتل غولی ګلذار سو په کوښښ د مسافر
سوله راغله جګړه ښخه هر خطر وتښتېده
بریالی احمد یې ویني کور د امن مطمئن
درمل پرېوتو بېقدره چې پرهر وتښتېده
احمد بریالی