شخصیتونه

د قومندان الحاج عبدالقهار ژوند او مبارزه

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

د درو دورو جهادونو مخکښ سالار د صبر، تقوا، متانت دنګ چنار الحاج قومندان عبدالقهار چې د شوروي ښکيلاک سره د جهاد يوه وتلې څهره ياد وه، په تعقيب د شر او فساد په وړاندې د اميرالمؤمنين رحمه الله د لاس عصا او دريم ځل د پنځه څلوېښت کفري ښکيلاک په وړاندې مطرحه څېره ښاغلی قومندان صاحب چې په لومړي ځل يې د دايچوپان له لوړو سردرو د غربي ښکېلاک په وړاندې د حق توره پورته کړه، هغه اتل چې د شل کلن جهاد لومړيو کې د غربي رسنيو په خوله وو، ښه مې په ياد دي چې د ګوډاګۍ ادارې او بادارانو يې د دايچوپان ولسوالۍ محيط په هوايي او ځمکني قواوو وپوښو، تر څو نوموړی او ملګري يې له منځه يوسي، خو قمندان صاحب د الله په مرسته او  د خپلې نظامي تجربې په اساس ځان او ملګري د دښمن له دامه  د خوندي ساتلو ترڅنګ نوموړي اتل د دايچوپان ټولې درې د دښمن په وړاندې کمين کړې، چې په پايله کې د دښمن له سختې واخطايۍ سره مخ کړو، اړوند درو  د اوسيدونکو په ټکو چې په هره دره کې د يرغلګر دښمن مورال بايللو پوځيانو داسې چیغې او انګولاوې راپورته کيدې، لکه د ليوانو کومه ګله چې چيرته حصاره وي، الحاج قومندان صاحب ټولو کمينو څخه نظارت کولو او يرغلګر دښمن  ته يې داسې تاريخي سبق ورکړ چې د هيوا په کچه يې له کږليچو درو زړه توری کړ، په لسګونو وژل شويو پوځيانو جسدونه يې د جګړې په ډګر پاتې شو، چې وروسته يې په  وحشتناک ړانده بمبار لاس پورې کړ، چې قمندان صاحب او ملګرو يې د ولسي تلفات د مخنيوي په خاطر دښمن ته وخت ورکړ، ترڅو خپل وژل شويو پوځيانو جسدونه راټول کړي او له سيمې وتښتي، که څه هم چې د نوموړي ډيری تکړه ملګري لکه حافظ عبدالرحيم، ملا لعل محمد، تور منان، عبدالرحمن منير او نور ښاغلي کوم چې ډلګۍ مشران وو د دايچوپان درو کې د اشغالګر دښمن سره په مخامخ جهادي معرکو کې په شهادت ورسيدل، خو بيا  يې هم د نوموړي په هڅاند جهادي خوځښت سيوری ونه غوړاوه او د اشغال تر پايه يې جهادي مورچلې تودې وساتلې.

الحاج قمندان صيب په درو واړو جهادي دورو کې د خالد بن وليد(رض)په څير په ټول بدن زخمي، زخمي شو، خو الله(ج) ورته له ټولو زخمونو شفاء ورکړه.

قومندان صاحب چې په قهار قومندان سره هم شهرت لري، په واقعيت کې د نرم طبعيت څښتن او زړه سواند شخص دی.

کله چې د غربي ناروا اشغال په وړاندې مظلوم ولس د اسلامي امارت په قيادت جهادي يون پيل کړ، ښاغلي قومندان صاحب د زابل په شمالي ولسواليو کې د خپل هغه نفوذ څخه په ګټه اخيستلو چې په سيمه کې لرلو، ټول په ځای ناست د اسلامي امارت مجاهدين د يرغلګر دښمن په وړاندې منسجم او جهادي فعاليتونو ته وهڅول او هغوی ته يې د اميرالمؤمنين پيغام راورسولو او ټول جهادي تشکيلات يې د زابل د شمالي ولسواليو کې منظم کړل.

قومندان صاحب د اطاعت په مورد کې هغه سابقه لري چې څوک يې بيېګله  په معاصر وخت کې نشي وړاندې کولی، که څه هم چې نوموړی د ځينو مزمينو ناروغيو او پخوانيو جروحاتو چې د جهاد په دوران کې يې په بدن خوړلي کړيږي، خو تر اوسه نوموړی د اسلامي نظام په اداره کې د خدمت په موخه په ډېرو ټيټو څوکيو هغه خدمت ته چې نوموړی په معنوي اساس ورته کار ويلی، دوام ورکوي.

په تلو تلو کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت څخه هيله کوم چې  د هيواد نخبه، اتلو مجاهدينو بيوګرافي او د هغوی  جهادي کارنامو په هکله د ولايت په سطحه ليکوالانو ته دنده ورکړي، ترڅو يې ټولې هغه نوښتګرې کړنې راټولې کړي کومې چې دوه لسيزو په دوران کې مجاهدو ميړنو سرته رسولي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx