ټولنیزه برخه

د خلق او کسب تر مابين توپير

ليکوال:شيخ صبغت الله مولوي زاده

ژباړن:محمدصادق طارق

الف: ځينو د خلق او کسب تر مابين د توپير اړوند ويلى دي: څه چې د قديمه قدرت څخه ترسره کيږي خلق او څه چې د حادثه قدرت څخه ترسره کيږي کسب دى.

ب: ځينو نورو بيا په نورو عبارتونو دا توپير جوت کړى دى او هغه دا چې: هر هغه شی چې د اسبابو په سبب موجود شي کسب او هر هغه شی چې د اسبابو پرته ښکاره شي خلق دى، خو دا اړينه نه ده چې هر کسب تر ځان وروسته تخليق ولري او يا هر خلق، له ځان وړاندې کسب وغواړي؛ يعنې اړينه نه ده چې هر کله اسباب د بنده له لوري وکارول شوه هرو مرو دې هغه څيز موجود شي لکه دا چې ابراهيمي اور شته خو سوځول يې نشته. له بل پلوه کله نا کله د الله تعالى کارونه پرته له دې چې بنده يې اسباب وکاروي ترسره کيږي؛ لکه پرته له دې چې پر يو کافر قوم باندې مجاهدين ورشي هغوی ته الله تعالى عذاب ورکوي.

خو له هغه ځايه چې ډير کله د الله تعالى خلق د اسبابو په ضمن کې په يوه آن ترسره کيږي؛ لکه ګروپ چې د بټن په کښيکاږلو سره يو دم چالانه کيږي، نو ځينې ډلې د دغه کارونو څخه په شک کې لويدلى دي؛ لکه ځينو چې يوازې سبب ته کتلى دي او ګومان کوي چې د اشياٶ خالق به بنده وي او جبريه ډلى بيا اسباب ټول له نظر څخه غورځولى دي او الله تعالى د ټولو کارونو ترسره کوونکى ګڼي.

د دغې موضوع بيلګه، د قلم حرکت او پر کاغذ باندې د ښائسته ليک ښکاره کيدل دي؛ چې پر کاغذ باندې د قلم د حرکت پر مهال ځينو يوازې قلم ته نظر کړى دى او هغه خطاط بولي او ځينو نورو بيا د قلم څخه نظر اړولى دى، هغه هيڅ بولي او ليک يې د انسان وه ذات ته منسوب کړى دى. حال دا چې اهل سنت و الجماعت غبرګ کارونو ته له دوو بيلابيلو اړخونو ګوري؛ ځکه لکه څنګه چې په دغه مثال کې څرخيدل وه قلم او څرخول وه خطاط ته منسوبوي، د عباداتو او ګناوو په برخه کې هم سره له دې چې جوارح او د بدن غړې دخيل ګڼي، تر څنګ يې الله تبارک و تعالى چې د جوارحو خالق دى هم په نظر کې نيولى دى؛ يعنې بنده کاسب او الله تعالى د طاعاتو خالق بولي.

ج: بله ډله وايې: که ترسره شوى فعل د ترسره کوونکي کس په شخص پورې قائم وي او د همدغه فعل د اسم فاعل صيغه ورباندې حمل شي، نو دا کار يې کسب دى. خو که دا فعل د ترسره کوونکي کس تر ذات پورې تړاو ونلري او د همدغه فعل د اسم فاعل صيغه ورباندې حمل نه شي نو دا کار يې خلق دى کسب نه دى.

د: ځينې وايې: کاسب په خپل کسب کې خپلواک نه دى خو خالق په خپل خلق کې خپلواک دى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

په دی خبرو ولی وخت تیروی. زړی خبری پریږدی اوسنی الحادی خبری ردی کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx