افغانستان

نیمروز: ایران ته له اسنادو پرته تګ باندې بندیز ولګولو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ غويي،۱۴۰۱ل): د کورنیو چارو وزارت د نیمروز له لارې ایران ته پر قاچاقي تګ په بشپړه توګه بندیز لګولی دی.

د نیمروز امنیتي مسوولین وايي چې د کورنیو چارو وزارت د یوه مکتوبي حکم پر بنسټ يې په دغه ولایت کې ټولې ناقانونه لارې تړلي دي.

دوی وايي چې له دې وروسته په قاچاقي لارو هیچا ته اجازه نه ورکوي چې ایران ته ولاړ شي.

د نیمروز د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو رییس صدیق الله نصرت وايي چې د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې پر بنسټ بهر ته د ناقانونه توګه د هیوادوالو پر سفر بندیز لګیدلی دی او سرحدي پولیسو ته امر شوی دی چې ګاونډیو هیوادونو ته د هیوادوالو د ناقانونه تګ مخه ونیسي.

ویل کیږي چې هره ورځ سلګونه کسان د افغانستان د نیمروز، فراه او هرات ولایتونو له لارې ایران ته قاچاقي د کار روزګار موندلو په موخه ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشوره

اسلامی امارت دیر شه کارونه روان کری دی په عین حال کی زینی کارونه یی د اسلام خلاف دی لکه د زنانه د تعلیم خخ منع کول او داسی نور. دلته خارج کی سخت ورخخه نفرت مخ په دیریدو دی. امارت باید متوجه شی چی دینا دوی تعقیبوی باور وکری چی اوس ستاسو په زینو کارونو دلته موژ شرمیژو. فقط اسلام تطبیق کری نور مشکل نشته دی خو پّ حکمت او درایت سره. دا اوس وګوری په زان او مسلمان باندی مو ریشخند وهلی داسی مه کوی
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-61504343

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx