افغانستان

ډالر مقابل د کلدارې ارزښت ساتلو په موخه؛ پاکستان تر ۸۰ زیاتو توکو پر وارداتو بندیز ولګولو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ غويي،۱۴۰۱ل): د پاکستان لومړي وزیر د ډالر مقابل کې د کلدارې د ارزښت ساتلو په موخه لسګونو  توکو پر واردولو د بندیز لګولو پریکړه کړې ده.

پر هغه توکو چې پاکستان ته یې پر واردولو بندیز لګولی دی ډیری يې په «سوپر سټورز یا لویو دکانونو» کې پلورل کیږي.

همدا راز د موټر د وارداتو د محدودلو په موخه د ۱۸۰۰ سي سي او تر دې زیات موټرو پر وارداتو ۱۳۵ سلنه ګمرکي او نور مالیات وضع کړي دي.

په مبایلونو هم ګمرکي مالیات ۴۰ سلنه وضع کولو پریکړه شوې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د تېرو ۱۰ میاشتو پر مهال د پاکستان جاري حساب (current account) کسر ۱۳ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی دی او یواځې په اپریل میاشت کې پاکستان ۶ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالر په ارزښت توکي وارد کړي دي.

ویل کیږي چې د پاکستان د صرافانو اتحاديې هم د دې پیشنهاد کړی و چې د ډالر مقابل کې د کلدارو د ارزښت ساتلو په موخه دې د غیرضروري توکو پر وارداتو بندیز ولګول شي.

د یادونې وړ ده چې پاکستانۍ کلدارې د ډالرو مقابل کې په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۱۸ روپۍ ارزښت د لاسه ورکړی او اوسمهال په ازاد بازار کې یو ډالر په ۱۹۸ او ۱۹۹ کلدارو پلورل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

د خبر متن ډېر ضعیف دی. ګرامر ته باید سمه پاملرنه وشي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx