نړۍټکنالوژي

د ټویټر احتمالي مالک: که ټویټر جعلي حسابونه ونه تړي د پیر معامله لغوه کوم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ غوایي، ۱۴۰۱ل): د ټویټر احتمالي پيرودونکی او د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلن ماسک وروسته له هغه چې د ټویټر سره د ۴۴ ملیارده ډالرو بدل معامله وکړه ددغې تړون د لغوه کېدو خبرداری ورکړی دی.

هغه د سه شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي چې که ټویټر خپل جعلي حسابونه ونه تړي دا به د ۴۴ ملیارده ډالرو په ارزښت دغه معامله لغوه کړي.

نوموړی وایي، ټویټر سره د ۴۴ ملیارده ډالرو معامله تر هغه دوام نشي کولی څو ټویټر ثبوت وښيي چې جعلي او سپم حسابونو له پنځه سلنې ټيټ شوې دي.

د ایلن ماسک د ټویټ پر اساس اوسمهال ټویټر کې ۲۰ سلنه جعلي حسابونه شتون لري. په وینا یې شک لري چې دا شمېره له دې هم څو چنده لوړه ده. خو ټویټر دغه شمېره پنځه سلنه ښيي.

ایلن ماسک زیاتوي چې ټویټر ددغه پنځه سلنه جعلي حسابونو له معلوماتو خپرولو هم ډډه کړې ده. «چې دوی دغه مسئله واضحه نه کړي تړون پرمخ نه ځي».

د یادونې ده چې ایلن ماسک د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ، غواړي ټویټر د ۴۴ ملیارده ډالرو په بدل کې واخلي، چې د ټویټر رئیسانو د هغه وړاندیز ومانه.

وروسته له دې چې د ټویټر رئيسانو له لوري د ایلن ماسک وړاندیز ومنل شو، د دواړو ترمنځ تړون لاسلیک شو خو د مالکیت حقوق لا هم ایلن ماسک ته نه دي لیږدول شوي.

په همدې اساس، د ټویټر احتمالي مالک اندېښنه څرګنده کړه او په سمدستي توګه یې د معاملې ترسره کول وځنډول، نوموړي اوس یو ځل بیا څرګنده کړې چې د جعلي حسابونو مسئلې حل کولو پرته معامله پر مخ نشي تلی.

د راپورونو پر اساس که دغه معامله له هر اړخه لغوه شوه باید مخالف لوري ته یو ملیارد ډالر ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx