افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: د ملکي وژنو اړوند په بهرنیانو کې د حساب ورکونې روحیه نشته

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د بښې نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او عام وژنې اړوند په بهرنیو ځواکونو کې د حساب ورکولو روحیه نشته.

دغه خبره د بښنې د نړیوال سازمان د هغه پلاوی مشرې وکړه چې پرون يې له ولسمشر حامد کرزي سره د ملکي تلفاتو اړوند ولیدل.
نیکولا ډک ورټ وویل چې په افغانستان کې د عام خلکو د وژنو اړوند دوی په تېر پنځو کلونو کې څېړنه کړې ده.

نوموړې ولسمشر حامد کرزي د دې معلوماتو ورکولو ترڅنګ وویل چې په بهرنیو ځواکونو کې دا روحیه اصلاً نشته چې د عام افغانانو د وژنو اړوند حساب ته کېني.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې ولسمشر حامد کرزي له دوی نه خوښي ښکاره کړه چې پر ډېره مهمه موضوع يې کار کړی دی.

د دې پلاوي د پنځه کلنې څېړنې په پایله کې ویل شوي دي چې دوی یواځې په لسو مواردو کې څېړنې کړې دي، چې په ټولو موادرو کې لږتر لږه ۱۴۰ تنه عام وګړي شهیدان کړي دي، چې د پلاوي له خولې په دې شمېر کې يې شاوخوا پنځوس تنه ماشومان دي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو د بهرنیانو په تېره بیا د یوناما د ملکي تلفاتو اړوند راپورونه تل رد کړي دي او هغه يې له حقیقته لري بللي دي.
یاده دې وي چې په تېرو څو ورځو کې په هرات، پکتیا او نوروستان کې نږدې اویا تنه عام وګړي د بې پیلوټه الوتکو په بمباري کې شهیدان شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

چې ښايي د بښنې نړیوال سازمان دغه موارد د ثبت وړ نه وي بللي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x