شعـــــرونه

مازيګر/ مهاجر

عبدالباقي مهاجر

په ښکلو ګلابې زلمو ودان مازدیګری دی
بې حده راته ګران دغه روان مازدیګری دی

قربان شمه له امن سوکالۍ ډکه فضاء ده
پر څنګ مې شته خواږه خواږه یاران مازدیګری دی

هجرانه ستا له غېږي د وصال تر کلې راغلم
عجیبه معطر لګې جانان مازدیګری دی

بې درده یم بېغمه یم د زړه جمات مې ښاد دی
ملګرو نو د ګران افغانستان مازدیګری دی

یوه درسته اسلامي نړۍ مننه هیواد والو
دا نن ستاسو په ښار کې عجب شان مازدېګری دی

کابل کابل زړګی ده مهاجر پکې ارام شو
داځکه له ستم نه په امان مازدیګری دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx