نظــر

دولتي موټر او د استعمال حدود يې؟

صبغت الله وصيل

غزا وه، سخته لوږه وه، له ډيرې لوږې اصحابو رضي الله عنهم د خرماوو زړي زبيښل، آخر يې د لوږې تاب رانه ووړ او له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې د اوښانو د ذبح کولو اجازه وغوښته، اجازه وشوه.

عمر رضي الله عنه خبر شو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغی، يا رسول الله! اوښان زموږ د حمل و نقل او دښمن پورې د رسيدلو وسيله ده او دوی حلالوي؟.
يا رسول الله! امر ورته وکړه چې د خپلو څوريو پاتې شونې راټول کړي ته ورته پکې د برکت دعاء وکړه.

رسول الله صلی الله عليه وسلم سمدستي راوغوښتل دعاء يې وکړه او ټولو ته خواړه ورسيدل (او د اوښآنو حلاليدل بند شول)….. مسند امام احمد

د ولس له موټرو سره چې د بې غوري موارد ګورم دا حديث مې څک سترګو ته ودريږي! ټکرونه او ترافيکي پيښې، د بيت المال له موټرو شخصي استفاده، هسې او دسې موټر ځغلول، د بيت المال په موټرو کې چکرې وهل، له ضرورت پرته ډير تيل خوړونکي موټر استعمالول او داسې نور هغه موارد دي چې مجاهد ولس يې په ليدو باندې ځوريږي.

زه نه پوهيږم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ولې په خپلو مبارکو لاسونو د بيت المال اوښان داغل او نښآنداره کول؟ صحيح البخاري
نه پوهيږم هغه به کوم درد و چې د مدينې په جل وهونکې ګرمي کې امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه د بيت المال په دوو اوښانو پسې روان و ترڅو نادرکه نشي؟ مسند الفاروق واقواله

عمر رضي الله عنه دا صراحتا ويل چې په دې اړه به د خدای په حضور کې پوښتل کيږم نو ځکه يې د بيت المال په څړ ځآی کې د عشره مبشره و له جملې څخه د عثمان ابن عفان او عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنهما اوښان څريدو ته نه پريښودل ترڅو د بيت المال څارويو ته زيان ونه رسيږي. صحيح البخاري

نه پوهيږم له اقتصادي بحران او بودجوي کسر سره سره ولې په دې برخه کې دومره بې غوري کيږي؟

خدای دې په موږ ټولو کې د صديق رضي الله عنه هغه فکر پيدا کړي چې د مرګ په بستره پروت دی او خپلې لور (ام المؤمنين) ته وايي چې ما په ځان مصرف نه کاوه، سپما مې کوله ترڅو د مسلمانانو بيت المال اضافه کړم.فتح الباري
د مجاهدينو په حق کې تقصير نه کوم، مجاهدين ډير د قدر وړ دي، خو امارت او ولس له ډير نازک حالت څخه تيريږي او له دې حالت څخه د وتلو لپآره موږ قربانيو او د نفسونو قابو کولو ته اړتيا لرو.

په دې هيله چې داسې يو کميسيون جوړ شي چې د ولس د موټرو د استعمال لپاره حدود تعين کړي.
چې څوک يې د استعمال حق لري؟ څوک د زرې د ګرځولو حقدار دی؟ تر کومو حدودو پورې په شخصي او کورنيو کارونو کې يې د استعمال جواز شته؟

که خدای مکړه حدود تعين نشي په خود سريو کې د بيت المال موټر تخريبيږي، زړيږي، له کاره لويږي او له منځه ځي.. او په نږدې راتلونکي کې فکر نه کوم چې موږ دې د دې توان ولرو چې د نظام چلولو لپاره موټر خريداري کړو.

راځئ ټول په ګډه دا قرباني ورکړو همدا د شريعت تنفيذ او همدا امر بالمعروف ده.

وما علينا الا البلاغ المبين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

وصیل صاحب مننه الله وایي فمن یعمل مثقال ذرة خیرا یره ومن یعمل مثقال ذرة شرا یره………الایة افضل الجهاد کلمة حق عند سلطان جائر . جناب وصیل صاحب الله به له مونږ نه پوښتنه کوي چې دقدرت له ترلاسه کولو وروسته مو چلند څرنگه وو هېوادمو له یوه خطرناک حالت څخه تېريږي باید له خپلو ځانونو سره محاسبه وکړو … حاسبواانفسکم قبل ان تحاسبوا

خوګياڼي

بايد د دولتي موټرو ځنې يوازې په رسمي وخت کې ور ځنې کار واخیستل شي نه د شخصي اهدافو لپاره استعمال شي. که مونږ په رښتیا د د يو سوچه اسلامى حکومت او نظام جوړول غواړو نو د امارت د امير المومنین نه نيولې تر لاندې کچې مامور اسلامي احکام په ځان تطبیق کړو بيا په ملت. مننه
.

طاهر ثابت

کاشکی دامربالمعروف مشر وپوهیږی چی دنقاب دفرضولو په ځای دبیت المال دمصرفولو په هکله فتوی ورکړی. دبیت المال سره بی مراعاته چلن ملت خرابوی او نقاب فرضول هم ملت خرابوی. دمقاصد اسلامیه لمخی طالبان داسلام او مسلمان له ګټو سره علاقه نلری.
امر بالمعروف باید له مینځه ولاړ سی. هغوی دقانون جوړولو په چل او اسرارو نه پوهیږی.

مشوره

اسلامی امارت کی دیر شه خلګ شته دی خو یو تعداد یی کم علمه بی تجربه او یا د د نورو اجندا پر مخ وری لکه امیر خان متقی او شیخ عبدالباقی حقانی. د تقوا داره خلګو لپاره چی په سه طریقه وسایل استفاده کری داده چی هفوی ته لند مهاله مسلکی کورسونه ورکشاپونه او اسمینارونه جورشی. که هر سومره تقوا داره وی چی مدیرت یی زده نه وی یا موتوانی کی ماهر نشی نو بیا به هم کار ورخخه خراب وی. اداری چلول او کار کول یوازی تقوا نه شی کیدای موژ باید مجاهدین اوس په علمیت ، مسلکی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx