ټولنیزه برخه

مسجد اقصی وپیژنئ!

ميا نوراغا

د مسجد اقصی تاریخ, فضائل او اهمیت ډیر اوږ بحث دی, دلته خالي دومر ذکر کوو چې مسجد اقصی وپېژندل شي ترڅو د یهودو منحوس اهداف رسوا شي, له دې سره مسلمانان خپله اوله قبله او دویم حرم وپیژني, د صیهونیزم دجالي او اغفالي حرکتونو ته بیدار شي, د اقصی تحریر اسلامي وجیبه وګڼي تر فلسطینیانو پورې یې خاص نه کړي.

د وضاحت په بنیاد باید درې امور وپیژنو: حرم , قبة الصخرة, مسجد اقصی یا بیت المقدس:
حرم: د بیت المقدس حرم هغه فراخه لویه چار دیوالي ده چې قبة الصخر یې په منځ او مسجد اقصی یې د چار دیوالي داخل کې په یو طرف کې اباد شوی.

قبة الصخرة:
صخره غټې تیږې ته وایي چې دا قبه ( ګنبد) پرې جوړ شوی, له همدې غټې تیږې رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه اسمانو ته پورته شوی, دا قبه عمر رضي الله عنه د فلسطین له فتحې وروسته جوړه کړې, دا قبه( ګنبد) د حرم په منځ کې واقع دی او د ګنبد رنګ یې زیړ دی, شکل یې غالبا مثمن ( اته کونجه) دی, چونکې په غټه تیږه ( صخره ) باندې جوړ دی ځکه ورته قبة الصخرة وایي.

مسجد اقصی( بیت المقدس):
داود علیه السلام یې بنیاد کیښود او سلیمان علیه السلام په جنیاتو باندې محکم او شاندار جوړ کړ چې هیکل سلیماني هم ورته ویل کیده, بیا چې کله بني اسرائیلو انبیاء قتل کړل الله تعالی پرې بخت نصر مسلط کړ، دوی یې قتل او اسیران کړل او بیت المقدس یې ونړاوه, له دې وروسته یو رومي پاچا هم ونړاو, د فلسطین له فتحې وروسته عمر رضي الله عنه اباد کړ او بیا ولید بن عبد الملک پکې توسیع او تحسین وکړ چې تر اوسه محکمه او حسینه ابادي ده چې د مسلمانانو په عظیمه شاهکارۍ دلالت کوي.

بیت المقدس د حرم په داخل کې یو طرفته واقع دی, شکل یې مستطیل او قبه یې د صخرې په نسبت وړه او تور رنګې ده.

د بیت المقدس حرم په جزیرة العرب کې داخل دی او د جزیرة العرب حکم ورته شامل دی.
د جزیرة العرب حکم دا دی چې دا ځمکه تر مسلمانانو پورې خاصه ده چې کفارو ته په کې په هیڅ صورت د هستوګنې اجازه نشته, د کفارو سلطې خو هیڅ سوال نه پیدا کیږي, له دې امله په ټولو مسلمانانو فرض دي چې بیت المقدس د یهودو له مردارو پنجو خلاص کړي, د اسلام په قلمرو کې یې داخل کړي او کفارو ته د سلطې او هستوګنې اجازه ورنه کړي.

دا یوه لویه موضوع ده چې بیت المقدس څنګه د یهودو لاسته ولولیده, دلته یې د ذکر کولو ګنجائش نشته, مختصرا مې په خپلو محاضراتو کې ذکر کړې.

د یهودو منحوس هدف:
یهودان دعوه لري چې بیت المقدس سلیمان علیه السلام جوړ کړی او مونږ یې حق دار یو, دوی کوشش کوي چې مسجد ونړوي او پر ځای یې هیکل سلیماني جوړ کړي, دوی کوشش کوي چې مسجد وران کړي او د هیکل سلیماني بنیادونه را وسپړي بیا د خپلې خوښې هیکل سلیماني جوړ او مسلمانان له مسجد څخه د همیش لپاره بې دخله کړي, د همدې منحوس هدف حاصلولو لپاره داومداره کوشش کوي له جبر او زور سره د مسلمانانو غافلولو کوشش هم کوي, هغه داسې: چې مسلمانانو ته د قبة الصخرة د مسجد اقصی په نوم د دوی په ذهن کې ورواچوي او له مسجد اقصی څخه یې ناخبر او بې پروا کړي تر څو د اقصی په نړولو سره د دوی غضب او حمیت را ونه پاریږي او په صخرې د اقصی په ګمان کولو سره دوی ځانو ته ډاډګیرنه ورکړي چې لا خو اباد دی او پرې خوشحال اووسیږي.

له دې امله باید مسلمانان د یهودو هرې کړنې ته متوجې وي بالخصوص د اقصی په اړه د دوی هر منحوس عمل او پریکړه په دقت سره وڅاري.
یهود په میډیا کې په دې پوره مصارف کوي تر څو قبه د مسجد اقصی په نوم متعارف کړي, چې له امله یې اسلامي میډیا او جریدې هم په دې بدبختي شعوري او غیر شعوري طور شریکې کړي, ډیر مسلمانان بالخصوص ځوانه طبقه یې د اغفال په دام کې ګیر کړې ده.
پاڅئ د اقصی او حرم د ازادۍ لپاره!
د جزیرة العرب او اقصی د تحریر په هیله!

میا نورآغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx