خبرتیاوی او پیغامونه

په جامعه فاروقيه کې د نوي درسي کال د پيل خبرتيا

د کابل په زړه کې مرکزي جهادي مدرسه جامعه فاروقيه چې د مشر ملا صاحب رحمه الله لخوا يې بنياد ايښودل شوی و، د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القران والحديث شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله په قيادت کې يو ځل بيا پرانيستل شوه.

په داسې حال کې چې د هيواد مشهورو او معروفو شيوخو او علمي څېرو لخوا پکې د تدريس چارې پر مخ وړل کېږي؛ د شیخ القرآن والحديث مولوي محمد اسماعيل رحماني، شيخ القران والحديث ابو محمد عمر مير محمد فاروق هاشمي، شيخ القران والحديث عزيز الله درویش سربيره شیخ الحديث مولوي عبدالغني، شیخ الحديث مولوي عبدالسمع الغزنوي، مولوي خان محمد منصور، مولوي عبدالولي ، مولوي ظهور الله، مولوي سيد امير، مولوي نقيب احمد، مولوي مختار الله، مولوي عمران، مولوي محمد يوسف يې تدريسي سفر ملتيا کوي.

د شوال المکرم په 18د 1443ھ ق 28ثور 1401 ھ ش د چهارشنبې له ورځې داخلې پيل او 23د شوال 1443ھ ق 4 د جوزا 1401ھ ش د دوشنبې په ورځ يې درسونه د کابل ولايت د پلچرخي ختيځ خوا 21ناحيه کې شروع کيږي.
د کابل ميشت ملګري دې په وخت رابطه وکړي.
د اړيکو شميره:0781171805

عصمت الله سيلاب قادري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx