ټولنیزه برخه

قبة الصخرة چا، کله او ولې جوړه کړه؟

محمد فهيم عثمان

قبة الصخرة:
قبة الصخرة د مسجد أقصی هغه برخه ده چې د پخواني ښار په جنوب شرق خوا کې موقعيت لري. د قدس او فلسطین بلکې د ټولې اسلامي نړۍ د مشهورو او مهمو مساجدو په کتار کې راځي. د نړۍ په کچه تر ټولو پخوانی هغه ښکلی معماري مسجد دی چې تر ننه پر خپله اصلي بڼه پاتې شوی. د هغه وخت په تر ټولو قیمتي او ښکلو ډبرو او ښیښو پوښل شوی مسجد دی. کوم هندسوي شکل چې لرې، د هغه وخت د انجنرانو وړتیا ښيي او نښه يې ګڼل کيږي.

له ډبرو جوړه شوې پېړه اته کونجه ودانۍ ده چې څلور دروازې لري او په داخل کې په دایروي شکله ستنو ولاړه ده. د قبة الصخرة دایره هغه اندازه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسراء او معراج په سفر کې پورته شوی و او له همدې ځایه د قبة الصخرة په نامه ونومول شوه.
قبة الصخرة د شکل له پلوه غیر منظمه ده او له خپلې اصلي ودانۍ څخه د یو نیم متر په اندازه اوچته ده. لاندې يې په سپین چکې ګردې تختې پوښل شوی یو کوهي دی چې د “بئر الارواح” په نامه یادیږي.

په دیوالونو يې هغه ایات لیکل شوي دي چې د عیسی علیه الصلاة والسلام نبوت پرې ثابتیږې، مسلمانان يې د اسراء او معراج د حادثې له امله ډېر احترام کوي. د خپلې لومړۍ قبلې په صفت يې پېژني او له اسلامي مقدساتو څخه يې شمېري، احترام یې کوي او تر ننه ترې دفاع کوي. په خاصه توګه کله چې د وخت په تېرېدلو سره په طبعي شکل یا په جنګونو کې يې ودانۍ زیانمنه شوې وه، نو د عباسیانو ، فاطميانو، ایوبيانو، ممالیکو او عثمانیانو په عصر کې بیا بیا ترمیم شوې ده.

قبة الصخرة چا اوکله جوړه کړه؟
قبة الصخرة هغه چا جوړه کړه چې د خلکو له امله يې د دنیا ټول کارونه پرېښودل او د الله تعالی د رضا او مینې په لټه کې شو. هغه رجاء بن حیوه الکندي و چې له پېژندل شوو تابعینو څخه و، هغه یو فقیه، عالم، قاضي او د فلسطین له تکړه معمارانو څخه و.

کله چې نوموړي د قبة الصخرة مسجد د جوړولو اراده وکړه، نو اموي خلیفه عبد الملک بن مروان سره يې خپله خبره شریکه کړه. کله چې عبد الملک بن مروان د هغه خبرې واورېدلې په تعجب کې شو او د هغه مهارت یې وستایه او ورسره موافق شو.

هغه یې د دغې مبارکې ودانۍ مشر څارونکی وټاکه او په ۶۶ هجري کال یې کار پرې پیل کړ. د ۷ کلونو په موده په کال ۷۲ هجري کې يې ودانۍ سرته ورسوله. خرچه يې د مصر د مسلمانانو زکات و او د عمر رضي الله عنه په لاس د قدس د ازادۍ د ۵۰ کال په رارسېدلو سره افتتاح شوه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx