افغانستان

دوه ځایه معاش اخیستل منع شول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ غویي ۱۴۰۱): امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخوندزاده په یوه فرمان د دوه معاشونو اخیستل منع کړي دي.

د امیرالمؤمنین له دفتر صادر شوي فرمان کې راغلي دي چې دوه ځایه معاش اخیستل منع دي او ټول وزارتونه او دولتي ارګانونه دې دوه ځایه معاشاخیستونکي په نښه کړي.

د فرمان له مخې هغه کسان چې دړه ځایه معاش اخلي باید یو معاش ترې قطع شي.

د یادونې وړ ده چې د امیرالمؤمنین دغه فرمان د غویي د میاشتې په ۲۶مه نېټه صادر شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جان تڼی

لومړی باید خپله ېې یو معاش قطع کړی اول دیې دی افغانستان دی یتیمانو وینی څښل بند کی هماغه یو دی ای اس ای معاش ېې بس دی که دی اقعاَ مسلمان وی او دی افغانستان ویې خلکو ته دېې ځان ښکاره کی او دی هر یتیم دروازه دی په خپل لاس وټکوېې او پوښتنه دی وکړی
دی حضرت علی امیرالمومینین همدا خاصیت وه په غارو کی نه پټي ده او له کافرانو ېې ویره نه وه .دېې امیرالبذدلین ده نه امیرالمومنین

نواب

خبرونه مو دیر کم رازی، خپله پانه مو اصلاح کری.مننه

عبدالمالک همت

دوه يا درې ځايه معاش اخيستل خو په تېر غلواکي نظام کې تقريباً عامه خبره وه، خو دغه کار اوس هم څه ناڅه کېږي. نو دغسي کسان بايد څارنوالۍ ته وپېژندل سي او خوړلي معاشونه په قی سي.

محمد

چې داسې واضح یې ویلي وای چې په دولتي ادارو کې دوه ځایه معاش اخستل منع دي، ډېر به ښه وای. اوس وایي چې دوه ځایه معاش اخستل منع دي. که یو سړی په دولتي اداره کې هم معاش اخلي او په یوه شخصي دفتر کې هم کار کوي او معاش واخلي، دا به څنګه کېږي؟

طوطی

دا څه حال دی د الله په خاطر. تر څو به دا بیکاری او لوږه وی. ځینی بیا دوه ځایه کار کوی دا نا ممکنه ده. په والله ماستر انجنییران ملګری او دوستان مطلق بیکاره دی له لوږی بغاری وهی بیا حکومت وایی چی خارج ته مه ځی د خارج له کسانو هم غواړی چی بیرته افغانستان ته ولاړ شی هلته چی خلک له لوږی او بیکاری څخه مری. حکومت ډیر بی احساسه او بی کفایته د کار په هکله چلند کوی. مسلکی کسان ټول بیکاره دی ځایونه یی ملایانو نیولی چی په هیڅ خبر ندی.

جان تنی

طوطی جانه ته تر اوسه هم نی پوه شوی دا دی پنجاب غلامان ستا قصداً بیکاره کویی او ستا له لوگی خوند اخلی دی خ سر پوری یاسین ویل بی ځایه دی

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx