افغانستان

د غنمو صادرات مطلق ډول منع دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ غویي ۱۴۰۱): د مالیې وزارت په یوه شفاهي حکم کې ټولو ګمرکاتو ته امر کړی دی چې له افغانستان څخه بهر ته د غنموصادراتو ته اجازه ورنه کړي.

په هغه ادیوکلیپ کې چې د مالیې وزارت له خړا ګمرکاتو مسوولینو ته لیږل شوی دی او نن ټکی اسیا هم ترلاسه کړی په کې ویل شوي چې له افغانستان دیوې دانې غنمو صادرولو ته هم اجازه نشته دی.

په دغه کلیپ کې ویل شوي چې د رسمي او قاچاقي لارو دې د غنمو صادرولو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ په رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوه چې په کې ادعا کیدله چې له افغانستان څخه بهر ته غنم صادریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx