افغانستان

ملي دفاع وزیر پنجشیر ته تللی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ غویي ۱۴۰۱):  د ملي دفاع وزارت وایي چې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب «مجاهد» نن د جمعې په ورځ پنجشير تللیاو د دفاعي او امنیتي ځواکونو، قومي مخورو او يو شمېر نورو قشرونو سره کتلي دي.

د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې سفر کې، د ملي دفاع وزیر د پنجشير ولايت خلکو وړانديزونه واوریدل.

خبرپاڼې زیاته کړې چې ملي دفاع وزیر د پنجشیر له خلکو وغوښتل، چې د دښمن د تبليغاتو ښکار نه شي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او هم د نظمپه ساتلو کې د مسوولينو سره هراړخيزه همکاري وکړي.

هغه ډاډ ورکړ چې هیچ اخلالګر ته به د امنيت خرابولو اجازه ورنه کړي.

نوموړي همدا راز  د ياد ولايت امنيتي وضعيت ښه ياد کړ، د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسوولینو کړنې او فعاليت يې وستايه او د امنيت د لا ټينګښت پهبرخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی نجیب الله زاهد

د خوږ هېواد افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل ښه فرصت برابر شوی که غواړو خپل هېواد ودان کړو، قومونه او پرګنی سره یو کړو او په یو غږ او یو لاس او یو نیت او قصد سره خپل هېواد ودان کړو او له اوسنیو ستونزو څخه یې وژغورو. ګرانو چارواکو د یو افغان په صفت تاسو ته وړاندیز کوم چې لدې فرصت څخه ګټه پورته کړی او ملت ته مراجعه وکړی. ملت له تاسو نه خفه وو او ورځ تر بلې یې خفګان زیاتېږي د مخالفو ډلو وژل ستونزه نه اواروي پاکستان ته وګوری چې له پاکستاني طالبانو… نور لوستل »

نواب

په ورز کی صرف یو خبر راته رازی او کله هیس نه رازی،
مشکل سه ده؟ لطفا ویب پانه مو اصلاح کری.

طوطی

بهتره ده چی خوست او کنړ ته هم سفرونه وکړی او د پاکستان په اشغال په هکله هم خلکو سره تصمیم ونیسی. دا راکټونه به تر څو راځی؟

جان تنی

پاکستان خویی روزی رسان ده دی افغانستان ورانیدل ورته هیڅ معنا نلری ولی په پاکستان سر ورکویې

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx