ورزش

خوست کې د زرغون افغانستان سیالۍ هندوکش وګټلې؛ پایلوبې لیدلو ته ګڼ شمېر سیاستوال ورغلي وو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ غوایي، ۱۴۰۱ل): د افغانستان په سویل ختیځ خوست ولایت کې د زرغون افغانستان په نامه سیالیو اتلولي د هندوکش سټرایکرز لوبډلې خپله کړه.

د یادو سیالیو پایلوبه د جمعې په ورځ په خوست لوبغالي کې د هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې هندوکش په وروستي اور کې ټاکلی هدف بشبړ کړ او لوبه یې وګټله.

پامیر د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه خو سيالي د باران له کبله ۳۳ اورونو ته کمه شوه چې یادې لوبډلې د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه.

هندوکش لوبډلې یاد هدف په خپل وروستي اور کې پوره کړ او د زرغون افغانستان کرېکټ یو ورځنۍ سیالیو جام اتلولي یې خپله کړه.

په یاده لوبه کې ابراهیم ځدراڼ، بهیر شاه محبوب او نجیب الله ځدران ښه وځلېدل، چې ابراهیم ځدران ۶۰ منډې وکړې او له همدې امله د پایلوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

هغه، چې تر دې وړاندې یې یوه سلیزه هم کړې وه، د ټولټال ۲۵۴ منډو په جوړولو سره د ټورنمنټ غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

Image

په دغو سیالیو کې شاهد الله کمال له ۲۷۱ منډو سره د ټورنمنټ غوره توپوهونکی، ضیا اکبر د ۱۴ لوبغاړو په سوځولو سره غوره توپ اچونکی او صدیق الله اتل د زرغون افغانستان جام سیالیو غوره ځوان لوبغاړی شو.

د پایلوبې نندارې لپاره زرګونه نندارچیان د خوست لوبغالي ته ورغلي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویدیوګانې او عکسونه ښيي چې خلک خوښي ښيي.

بل لوري ته د یادې لوبې نندارې لپاره د خوست والي محمد نبي عمري، د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبد السلام حنفي او د سیاسي کمیسون غړي انس حقاني په ګډون ګڼ شمېر سیاستوال او ولسي مشران هم ورغلي وو.

زرغون افغانستان جام سیالۍ په خوست ولایت کې د درې لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې پایلوبه کې هندوکش سټرایکرز پامیر لېجنډز ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي وګټله.

May be an image of 7 people and people standingMay be an image of 6 people, people sitting, people standing and indoor

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx