شعـــــرونه

نن سبا/ علم

عبيدالله علم

نن سبا خلک بدلیږي را بدلیږي
کله یو کله له بل سره دریږ‎ي

صداقت، ایمانداري ترې کډہ شوې
بې ضمیره په یو څو پیسو خرڅیږي

د وفا په معنی بالکل خبر نه دي
د توشلې په شان لوغړ‎یږ‎ي را لوغړ‎یږ‎ي

مخامخ به مداحي او چاپلوسي کړي
پسې شا به لوی دښمن درته جوړیږي

مکاران او مداریان ورنه جوړشوي
کله کله د سړ‎ي خوا پرې بدیږي

خدایه! تا ته مو پنا دہ له دې خلکو
علم وایي کله دوی به اصلاح کیږي

عبید الله علم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx