افغانستان

طالبان: که د رسنیو راپورونه رښتیا وای، اوس به هیڅ مخالفت نه و

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې که چېرته رښتیا هم د رسنیوله لوري خپرېدونکي راپورونه رښتیا وای، نو نن به هیڅ ډول مخالفت نه و، بلکې ټول هېواد به د اربکیانو او د کابل ادراې د «غلامانو» په لاس کې و.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په رسنیو غږ کړی چې د ژورنالیزم د اصولو له مخې خپله بې طرفي وساتي او د دولت هغه ډول راپورونه چې عقلاً هم دروغ ښکاري باید د رښتیاوو په نامه خپاره نه کړي.
د مجاهد په خبره که رښتیا هم رسنۍ پر ژورنالیستیکو اصولو برابر چلند کوي، نو د دغسې ډول راپورونو اړوند دې اقلاً زموږ نظر هم واخیستل شي.
د نوموړي په خبره دوی د دولت د هر داسې راپور ردول د وخت ضیاع ګڼي، خو که يې رسنۍ وپوښتي غبرګون به یې حتمي وي.
داهم د ذبیح الله مجاهد له لوري خپره شوې خبرپاڼه:

د کابل ادارې د دروغو خپرولو په اړه د اسلامي امارت ویاند څرګندونې

دکابل ادارې اړوند د کورنيو چارو وزارت  د ځينو نورو ادارو په ګډون د مجاهدينو د تلفاتو غلط او خورا دروغجن رپوټونه خپروي، داچې  دښمن په عملي ميدان کې هره ورځ د سر او مال دروند زیان ګالي او پرلپسې ماتې خوري، هڅه کوي په مطبوعاتي برخه کې غلط پروپاګند وکړي او عامه ذهنيت دخپلې ماتې څخه په بله واړوي.

متأسفانه چې ځينې په اصطلاح آزادي رسنۍ هم بې له دې چې د خپل مسلکي مکلفيت له مخې د پيښو په اړه تحقيق او پلټنه وکړي،  يا اقلا د یو جهت په توګه  د دښمن د پروپاګند په اړه د اسلامي امارت غبرګون وپوښتي، د دښمن په خوله  ادعاشوي د مجاهدینو د تلفاتو ارقام خپروي.

موږ له رسنيو څخه یوځل بیا هم غواړو چې په افغانستان کې په روان وضعيت خصوصا نظامي حالاتو باندي درپوټ ورکولو په وخت کې يولوريزه پاليسۍ نوره پای ته ورسوي او په ريښتونی معنی د بې طرفه او آزاد ژورناليزم دريځ ونيسي.

داچې د کابل ادارې د کورنيو چارو يا دفاع وزارت یا په اصطلاح د ملي امنيت اداره وخت په وخت  دمجاهدينو د تلفاتو داسې ناسم اوغلط ارقام رسنيوته استوي چې عقلا هم لیدل کيږي چې سوچه دروغ وي، رسنۍ بايد د دغه راز دروغو او پروپاګند په خپرولو کې له يولوري سره لاس ونه کړي، يا اقلا که لازمه وبلل شي چې رپوټ پرې خپور کړل شي نو دیو جهت په توګه  بايد داسلامي امارت لخوا هم د موضوع په اړه غبرګون وغوښتل شي.

 دا چې همدانن ورځ دکابل ادارې د کورنيو چارو وزارت  ادعا کوي چې په تيرو ۲۴ ساعتونوکې يې د هېواد په ځينو سیمو کې ۹۶ تنه مجاهدين شهيدان کړي، ۵۶ تنه يي ټپيان کړي او ۱۲ تنه يې ژوندي نيولي، او دغه راز دروغ هره ورځ ادامه لري،  نو هر سليم عقل په دې پوهيږي چې که خدای مکړه  هره ورځ همدومره مجاهدين تلف شي نو يوه میاشت وروسته به په هېواد کې ټول اربکيان او دکابل ادارې غلامان ميشت وی او هيڅ مخالف به ونه لري.

د دغه راز راپور ردول موږ د وخت ضياع بولو او اصلا د دې ارزښت نه ورکوو چې په اړه يې مخکني غبرګون وښيو، که احيانا کومه رسنۍ يې په اړ څه ويل غواړي بیا زموږ غبرګون حتمي ده او بايد په پام کې ونيول شي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی

۱۴۳۵/۱۰/۱۴هـ ق

۱۳۹۳/۵/۱۹هـ ش ــ 2014/8/10م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x