افغانستان

ناروی سفیر: په افغانستان کې امن د ټولې نړۍ په ګټه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ غویی، ۱۴۰۱): افغانستان ته د ناروې سفیر اولي لینډمین د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په یوه کتنه کې د افغانستان په فعلي وضعیت، بشري، صحي او اقتصادي برخو کې د شویو پرمختګونو په اړه خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دغه کتنه کې ‎د ناروې سفیر ویلي چې په افغانستان کي ښه امنیت د ټولي نړۍ په ګټه دی.
‎‏
هغه زیاته کړې، چې د ناروې او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې به د ستونزو په هواري کې مهم رول ولوبوي.

‎د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغه کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په افغانستان کې د ښه امنیت سره په تړاو وویل چې اوس ښه زمېنه برابره شوې تر څو ټوله نړۍ د افغانستان هر اړخیز لاسنیوی او ملاتړ وکړي.

‎‏د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ چې نړیوال دې د افغانستان وضعیت له نژدې وویني تر څو د مغرضو رسنیو او مخالیفینو له لوري په نشرشویو افواهاتو قضاوت ونه کړي او حقیقت په خپله معلوم کړي.

‎د ناستې په پای کې دواړو لوریو ومنله چې افغانستان او ناروې هیوادونه به یو له بل سره خپلې اړیکې نژدې پالي او د همکارۍ لمخې به ستونزو ته د حل لار پیدا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx