ادبي لیکني

د کره کتنې تیوري

یونس تنویر

زه فکر نه کوم، چې دې پوښتنې ته به ډېر دلایل وتراشل شي. او موږ دې (ولې شاعري کوو؟) ځواب پیدا کړو. ځینې ملګري فکر کوي، چې شاعري ذوقي عمل دی. او دا طبعاً د انسان د فطرت تخلیق دی، نو څه بایده شي، چې موږ دې، دې! پوښتنې ته ځواب پیدا کړو؟ او دا درسته خبره ده، چې شاعري فطري تخلیق دی. او فطري تخلیق د ولې ځواب نه لري. اوس ددغه فطري تخلیق د غنا لپاره یو لړ اصولو ته توجو مهمه ده. دا اصول د تخلیق په پېژندنه کې ډېر مهم دي، چې باید په همدې کره کتنه وکړو.

ولې څومره چې د تخلیق د پنځولو خبره ده، هغه تر ډېره په جوهر پورې تړلې خبر ده. او کره کتنه د همدې جوهر بحث او څيړنه ده. نو موږ د ادبي کره کتنې په باره کې خبره کوو، او مهمه خبره دا ده، چې موږ کره کتنه په څه کوو، څه ډول تخلیق سره مخامخ یو؟ او په ادبي تخلیق کې درې شیان باید په نظر کې ونیول شي. یو لفظ دي. دوهمه معنا ده. او درېیم ظرافت او زیبایي ده.

د ژبې پوهانو دا خبره ښکاره کړې ده، چې لفظ او مانا له یوه او بله ماورا نه دي. هغه داسې چې لفظ د مانا د راوړلو لپاره ټاکل شوی دی. او د مانا د ښکاره کولو لپاره د لفظ شکل جوړ شوی دی. د دوی دواړو لپاره، توري جوړ شوي دي. دا ډېره درسته خبره ده، چې دوی دواړه د یوه او بله ماورا نه شي کېدای. ولې څيړونکي دا نظریه لري، چې دوی دواړه د مطالعې په برخه کې ځانګړي مفاهیم لري. یانې دوی دواړه جدا مطالعه کېدای شي. که خبره را لنډه کړو، لفظ د ظرافت او زیبايي له مخې په شعر کې د موسیقیت غوښتونکی، سهل ممتع انداز، مانا رسول، د نورو کلمو سره د تړون پيدا کوونکی دی…. او مانا د ظرافت او زیبایي له مخې: متخیله، مشاهداتي، نفسیاتي، غیرعادي ده. او کره کتنه ددغو دواړو په دقت او ظرافت باندې کیږي.

ځینې ملګري به دا فکر وکړي، چې د شعر د مضمون راوړل به معنی افریني وي. مګر دا تخیلي مانا نه شي کېدای؛ ځکه چې مانا مولده وي. نو ددغه مولده غرض، چې کوم دی هغه څه وړ وړاندې شوی دی؟

دغه د وړاندې کولو طرز یوه درېيمه مانا لري. مثلاً : زه کور ته ځم. یانې دلته یوازې یو غرض دی، چې هغه د کور ته د تګ مفهوم او خبر دی. ولې شاعري د داسې شکل سربېره یو بل غرض هم لري. چې همدې شي ته معنی افریني ویل کيږي. په دې وجه مانا د لفظ له مخې د تورو یو ډول سالم شکل دی. ولې مانا د غرض له مخې شاعرانه بیان دی. او شاعرانه بیان په تخیل ولاړ وي. د بلاغي علومو په تفکیک ، معاني تر ډېره د همدې مانا د جوړښت پوهه ده.

د لغت پوهانو له انده هره کلمه یوې مانا ته منسوبه شوې وي، چې فرضي مانا یې بللی شو. ولې شاعران یوازې تر همدې فرضیې نه دي پاتې شوي؛ بلکې مفروضو کلمو ته یې یو نوی رنګ او خوند ورکړی دی. د ایرانیانو له انده عربي ژبو شاعرانو داسې شهکارونه وپنځول، چې ماناو به یې الفاظ بدلول. او ویې ویل (( لفظ معنی را نمی سازد، بلکه منعی لفظ میسازد))

تر ډېره تاریخي روایتونه دا ثابتوي، چې تخیل د مانا واحد دی، یانې شاعرانه مانا تر ډېره په تخیل ولاړه وي. زموږ تنقیدي بهیر دا خبره لا ثابته کړې نه ده، چې په شعر کې مانا ځانته الفاظ ټاکي.

د اردو ژبو شاعرانو، چې دې شي ته څومره توجو شوې ده، هغومره ژور پکې تللي دي. او دا مانا یې د انسان د نفسیاتي حالت مظهره څهره ګڼلې ده. د معید رشیدي د وینا مفهوم دی: (( شعر د انسان دروني هنداره ده، چې د انسان روحیاتي شکلونه پکې مطالعه کېدای شي.))

د پښتو په اوسني شعري بهیر کې، ځینې شاعران شته، چې موږ پرې ډېر غټ نام او نښان کولای شو. ولې زموږ کره کتونکو بالخصوص د پوهتنون استادانو ډېرۍ رسالې په دې ډګې دي، چې کاظم خان شیدا د اشرف خان هجري لمسی دی او که زوی؟ د ځینو استدلالو نو په اساس که د پښتو اوسنی شعري بهیر مطالعه شي، نو داسې ډېر ناڅرګند مفاهم به را په ډاګه شي.

سید شاه سعود داسې نه وایي، چې سترګې دې وغړوه لمر راختلی دی. یانې دا یو معمول حقیقت دی، ولې دی! داسې وایي: سترګې دې مه خړوه پریږده چې رڼا اوده شي. یانې که داسې ووایو، چې دا د سعود یو بهترین خوب دی. چې شاعرانه جوړښت لري.

دا خبره به مې بې بنسټه نه وي، چې شعر په کره کتنه ستایل کیدای نه شي؛ مګر داسې هم نه ده، چې شعر دې، بې کره کتنې ارزښت پیدا کړي. که څومره فطري شاعري وکړو، بیا به هم د کره کتونکو له سترګو څه شی پټ پاتې نه شي.
په نوې زمانه کې د یوه نوي فکر په درلودلو، واکمن شوي یو. په کره کتنه کې هم همدغه نوي بدلونونه را دننه شوي دي. کره کتونکي وایي کلمات په شعر کې د زمان او مکان له مخې ممکن مانا بدله کړي. د شوقي ضعیف دا خبره ډېره مشهوره ده، چې ویل به یې(( موږ باید د شعر د کلماتو لپاره تاریخ وټاکو… دغه کلمې اوړي. لکه: ژوندي ساري بدلیږي.))
پخوا مو که د تنقید کلمه د محاکمه کولو په بنیاد ولاړه وه، مګر اوس ددې کلمې په مرسته هنرونه ګورو. مانا دا چې که پخواني کره کتنیز اثار، وګورو؛ نو په تخلیق کوونکي باندې دا نیوکې ډېر پیدا کولای شو چې: سیمه ایز معیار یې مات کړی دی. اخلاقي تېروتنه یې کړې ده. ټولنې ته سالم پیغام نه لري. کلاسیکي دودونه یې مات کړي دي. قافیه یې سالمه نه، دبلاغت او فصاحت په اصولو برابر اثر نه دی. د قافیې نیمګړتیاوې لري، عروض نشته پکې او … مګر اوس ممکن داسې و نه کړو. که دریاب ته یې پښې ورکړې دي، ممکن لازم شباهت یې هم را وستی وي. ممکن ګناه ته یې یو انساني کردار ورکړی وي. مانا دا چې غیر زی روح شیانو ته یې زی روح، کردار ورکړی وي.

ارسطو د اس سره د هوسۍ مثال ورکړی دی. ((هوسۍ ښکرونه نه لري، خو که په کوم تخلیقي اثر کې د هغې ښکرونه وموندل شي ممکن تر ډېره بریده فني تېروتنه نه وي، تر کومه چې د فني غوښتنو پر خلاف نه وي.)) مانا دا چې د تخلیق لپاره اړینه نه ده، چې هغه دې تل یو روایت ولري. یا دې عام حقیقت وي.

کره کتنه اوس یو تخلیقي عمل دی او تخلیقي عمل د ذوق پیدا وار وي. د ذوق د غوښتنو تمیلات لري. په پټو سترګو د کره کتونکي هره خبره د منلو وړ نه ده. کره کتنه د ادبپوهنې یو ستره څانګه ده. ادبپوهنه یوازې تیوري نه وي؛ بلکې د ادب جوهر په عمل کې په ډاګه کوي. او دا شی د کره کتنې اصل دی.
اجمل ښکلي د ادب په اړه څو پوښتنې کړې وې. ممکن زما په ځینو مقالو کې یې ځواب پیدا کړئ. ده ویلي و، چې هر علم د زده کړې یو هدف لري. د ادب ګټه به څه وي؟ ملايانو راته ويلي: چې ديني کتابونو کې اخروي ګټه ده. تاريخونه په بحث کې د بل د ايلولو لپاره لولو؛ طبابت د انسان، وجود روغوي. همدغه پوښتنه کره کتنې ته هم منسوبه ده. تخلیقي متن یو ډول نوښت او هڅه وي، نو په دغه نوښت او هڅه باندې ولې نقد اړین دی؟

موږ د شاعر عظمت ګورو، چې په خپلو خبرو څومره واکمن دی؟ دغه نوښت یې څه وړ پيدا کړی دی؟ راتلونکو نسلونو ته ددې تجربې راز ور ښکاره کوو. ممکن اوس دا راته مهمه نه وي، چې څومره له کوم ښوونځي څخه مثاثره شوی دی. دا هم راته مهمه نه ده، چې موضوعات یې څه ډول دي؟ اوس راته مهمه دا ده، چې ټولنیز انداز یې څه وړ دی؟ فني باریکي یې تر کومه غښتلې ده؟ په خبرو کې یې شاعرانه حقیقت څومره غښتلی دی؟ شاعري یې څومره له نویو خبرو او کلمو ډکه ده؟ پخوانیو روایتونو نه یې، څه ډول ځان خلاص کړی دی؟ موضوعات یې څه ډول په شعر کې انځور کړي دي؟

د نړۍ په ټولو ادبیاتو کې د تخلیقي ادب لپاره یوه فارموله ده، چې د یوې لیکنې د رامنځته کولو بنسټ په تخیل ولاړ دی. ایا همدغه تخیل یې څه وړ ترسیم کړی دی؟ په الفاظو کې، خو یې تنافر نه دی رامنځته کړی؟ ایا دا تخیل یې په مسرو کې راوړی دی او کنه؟
کره کتنه توصیفي قالب نه دی. کره کتنه د یوه اثر، غوره جوړښت او تنظیم په ډاګه کوي. ادب باید نور د تعریف له محدودیتونو، را ووځي. د ادب اصل د خبرې نا اشنا کول دي. د خبرې زړه راښکون دی. خیال زیږول دی. او کره کتنه باید په همدغو اصولو وشي. ددې خبرې نه مو، موخه دا ده، چې د کره کتنې حقیقت دا نه دی: کوم شیان چې ګورو، هغه دې را برسېره شي؛ بلکې دادی : هغه شیان چې زموږ نه پټ پاتې دي ،هغه دې رابرسیره شي. ارسطو لومړنی سړی و، چې عام حقیقت یې د شاعري له حقیقته بیل وګڼلو. کره کتنه باید همدغه حقیقت په ډاګه کړي.

د کره کتونکي دنده دا ده، چې د شاعر یا لیکوال په تخلیق همداسې غور وکړي، لکه څه وړ چې شاعر یې د ترسیمیدو په وخت کې کړی دی. کره کتونکی باید یوه شیبه داسې فکر وکړي، لکه د تخلیق کوونکي د زماني انسان چې وي. مانا دا چې، دی! باید د پنځګر د زمانې نه دومره خبر وي. لکه: د هغې زمانې سړی چې وي. په تاریخي پېښو یې داسې بلدتیا ولري، لکه دی چې په همدې وخت کې موجود و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx