افغانستان

غزني او کاپيسا کې غبرګو بریدونو ۱۱ اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ او د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو په دوه جلا  بریدونو کې ۱۱ اربکیان وژل شوي.

د غزني ولایت د والي ویاند شفیق ننګ ساپي ویلي چې نن سهار په اندړو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو (اربکیانو) په پوسته طالبانو برید وکړ چې په ترڅ کې ۶ اربکیان ووژل شول او ۲ نور ټپیان شول.

راپور کاږي چې په اندړو کې همدا راز پولیسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

ننګ ساپی زیاتوي چې د ملي پولیسو یو موټر له هغې وروسته د چاودنې ښکار شو چې د اربکیانو مرستې ته روان و.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په اندړ ولسوالۍ په «حبیب ګوډلو» نومې سیمه کې یوه پوسته سهار وختي د دوی تر برید لاندې راغلله او د څو ساعتونو جګړې وروسته یې پوسته ونیوله.

مجاهد په دغه برید کې د ۳ اربکیانو د وژنې او ګڼ شمېر ټپي کېدو ادعا کوي.

مجاهد زیاتوي « د جګړې په پای کې سيمي ته نور تازه دمي عسکر روان وو چې رينجر موټر يې د ماين خوراک شو، چاودنې موټر په بشپړه توګه ويجاړ او پکې ناست عسکر يې ۵ تنه ووژل او ۴ نور يې مرګوني ټپيان کړل».

د غزني ولایت د والي ویاند همدا راز په ګیلان ولسوالۍ کې د درې نورو کسانو د وژنې خبر ورکړی دی. ننګ ساپی وايي چې په ګیلان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې چاودنې ۳ تنه وژلي.

بل پلو د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې د یو قومندان په ګډون ۳ اربکیان وژل شوي دي.

د تګاب ولسوالۍ کې د اربکیانو یو قومندان خواجه پژواک ته ویلي چې طالبانو سهار وختي د تګاب ولسوالۍ د تترخېلو په سیمه کې د اربکیانو په پوستې برید وکړ.

نوموړي زیاته کړې چې په برید کې د اربکیانو یو قومندان فضلي له دوه ساتونکو سره وژل شوی دی.

عیني شاهدان وايي چې په سیمه کې جګړه لا هم روانه ده او ۵ اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x