نظــر

‍ګران امیر د رب لقاء ته په ټوک ټوک بدن ولاړ

د شپږم تلین په ویاړ

عبدالرحیم راشد
الله تعالی په قرآنکریم کي فرمایلي دي:  مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا» (سورت الاحزاب:۲۳).
یعني له مؤمنانو څخه ځينې داسې شخصيتونه شته چې له الله سره یې کړې ژمنه رښتيا کړې ده: له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوك د وخت راتلو ته انتظار باسي. هغوی پخپله کړنلاره کښي هيڅ تبديلي را نه وستله.

دا څرګنده خبره ده، چې هره وينا د هضم وړ ده، مګر د ګران امیر الؤمنین شمس الشهداء ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شهادت خبر په ډېره مشکله هضم او تحمل کېده او د وامنصوراه…وامنصوراه  آوازونه د هر مؤمن له زړه څخه پورته کېدلې.

شمس الشهداء امیر المؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله نه یوازې د الله تعالی په لاره کې یو عملي مجاهد او مېړنی اتل وو، بلکې د کفري یرغل په مقابل کې د اسلامي لښکرو او فدایانو سپاسالار او سر لښکر وو.

شهید امیر المؤمنین د الله تعالی د دین هغه سرښندونکی افغان وو، چې د ژوند لويه هيله یې دا وه، چې ګران هېواد کې تلپاتې سوله او امنیت راویستل سي او په دې هيله د جګړې په لومړيو کرښو کې جنګېدی، چې د الله تعالی حضور ته په ټوک – ټوک بدن ور شي.

د شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله د شهادت داسې کلمه ده، چې ما نه ګمان کاوه او نه مې غوښتل چې د اورېدو ورځې ته یې ژوندی پاتې شم، خو د الله تعالی عادت پر دې جاري دی چي « کل من علیها فان »
امیر المؤمنین شهید شو… د فدایانو سالار ملا اختر محمد منصور شهید شو، خو!

د مسلمه امت راتلونکو نسلونو ته یې په توحيد باندې د ثبات معنی وښودله، د فداکارۍ او استقامت په مفهوم یې پوه کړل.
امیر المؤمنین شهید شو! خو راتلونکو نسلونو ته یې تر شا ستر میراث او لویه مدرسه پرېښوده، خلکو ته یې عملا ور وښودله، چې بريا د صف له وحدت او یو موټې کېدو څخه پرته امکان نه لري.

امیر المؤمنین شهید شو! خو له هغه وروسته چې خلکو ته یې ور وښودله چې د شرعي سياست سره چې کله په ارزښتونو باندې له ثبات او قربانيو سره مل وي، نو سرسخته دښمنان زموږ د شرطونو منلو ته اړ باسي.

په ټولو خلکو یې دا حجت قائم کړ، چې د رښتوني اسلامي نظام د حاکمیت لپاره ( لکه څنګه چې یې الله جل جلا له غواړي ) لپاره یوازې جهاد في سبیل الله دی، ډیموکراسي د شریعت د نفاذ لاره نه ده.
د امير المؤمنین شهادت غمجن کړو، خو زموږ لپاره دا کفایت کوي، چې د الله تعالی دين د رجالو په فقدان نه درېږي، زموږ لپاره دا کفایت کوي چې الله تعالی په خپل دغه قول تربیه کړي یو :« وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ[ سورت آل عمران: ۱۴۴]»
یعني محمد(صلي الله علیه وسلم) پرته د پېغمبر څخه نور څه نه دی، له هغه څخه مخکې نور پېغمبران هم تېر شويدي. نو كه هغه ومري يا ووژل شي؛ نو تاسي به په خپلو پوندو په شاګرځئ؟ – په ياد ولرئ! څوك چي په شا واوړي، هغه به الله ته هیڅ زيان ونه رسوي. البته څوك چي د الله شكر ايستونكي بندګان شي، هغو ته به الله ددې بدله ورکړي.

امیر المؤمنین شهید شو! زموږ لپاره دا کفایت کوي، چې تر شا یې داسې ملګري پرې ايښي چې د هغه یون به تکمیلوي او د هغه په مسیر به روان وي، چې د همدې مسیر برکت وو، چې په ټول هېواد کې مو اسلامي نظام قائم شو.

ګرانو لوستونکو! موږ باید تل د خپلو مشرانو مسیر وڅارو او یاد یې تل تازه کړو، ځکه د سترو مشرانو او قائدينو ژوند او مړېنه زموږ ټولو لپاره د عبرت وړ وي او موږ باید د دوی د مرګ او شهادت له امله د دوی او خپل ژوند په هدف او مسیر فکر وکړو.

د قائدینو په ژوند کې فکر او سوچ د عبرت او درس اخیستو په معنی دی.
یو متل دی: چې د جنګيالي سړي دوې سترګې وي، په يوه یې تېرې زمانې ته ګوري او په بل د خپل ژوند راتلونکی ټاکي او څاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx