روغتیانړۍ

نوی رامنځته شوی «مونکي پوکس» ویروس، له سلو زیاتې پېښې یې ګڼ اروپایي هېوادونو کې خپرې شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل): په مرکزي افریقا کې موندل شوی نوی ویروس (مونکيپوکس) له سلو زیاتې پېښې په ګڼ شمېر اروپايي او امریکایي هېوادونو کې خپرې شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه جلدي ویروس په لومړي ځل د مې میاشتې په ۷مه نېټه د بریتانیا په یوه کس کې رامنځته شو، کوم چې په تېره نږدې کې د افریقایي هېواد نایجریا څخه ستون شوی و.

د لومړۍ پېښې له ثبتېدو وروسته په درې اونیو کې د مونکي پوکس Monkeypox ناروغي په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې خپره شوه، چې د مې تر ۲۱مې نیټې یې په شاوخوا ۱۲ هېوادونو کې مثبتې پېښې له سلو زیاتې شوې دي.

تر دې دمه د روغتیا نړیوال سازمان په امریکا، بریتانیا، جرمني، هسپانیا، ایټالیا، کاناډا، فرانسه، بیلجیم، سویډن، هالینډ، پرتګال، استرالیا او اسرائیل کې هم مثبتې قضیې ثبت کړې دي.

د راپورونو له مخې تر ټولو زیاتې قضیې په هسپانیا کې ثبتې شوي چې ۲۴ ته رسیږي، خو کارپوهانو وایي چې ناروغي د نورو ویروسونو په څېر زیاته ساري نه ده.

په اروپا کې د پېښو زیاتېدو په تړاو د روغتیا نړیوال سازمان په نورو هېوادونو کې د مونکي پوکس ویروس د خپریدو مخنیوي په خاطر د جمعې په ورځ بیړنۍ ناسته راغوښتې وه.

روغتیا پوهان وایي چې د مونکي پوکس (بیزو تڼاکي) ناروغي یوازې په افریقایي سیمه کې موندل کیږي چې د لسیزو راهیسې په نورو سیمو کې ددغې ناروغۍ قضیې نه دي راپور شوي، خو لومړی وار دی چې دا ډول په اروپایي هېوادونو کې خپریږي.

خو د اسوشیټيډ پریس (AFP) خبري اژانس د یوه ساینس پوه په حواله کوم چې ددغې ناروغۍ څارنه کوي وایي، په اروپایي او امریکایي هېوادونو کې رامنځه کېدونکي ویروس کې له پخواني افریقایي ډول څخه یو شمېر بدلونونه لیدل شوي او له هغې مختلف دی.

مونکي پوکس څرنګه ناروغي ده؟

مونکي پوکس یوه معتدله ویروسي ناروغي ده چې لومړی په بیزوګانو/شادوګانو کې پيژندل شوې او انسانانو کې په نادره توګه خپریږي. د خپرېدو لامل یې د ناروغ سره نږدې تماس دی چې نښې يې تبه او یو ډول ځانګړی خارښ ښودل شوی دی.

دا ناورغي پر بدن لومړی د تبې سره د خارښ په توګه پېل او په دانو بدل شي چې دوه ډولونه لري. لومړی یې د لویدیځې افریقا ډول یا کلیډ دی، او دوهم یې د منځنۍ افریقا ډول دی چې کانګو بیسن ورته ویل کیږي.

لومړی ډول یې د انسان ژوند ته خطر نه پېښوي چې ددې څخه یې د مړینې تناسب یو سلنه او له دوهم ډول څخه لس سلنه اټکل شوی دی.

بل لوري ته روغتیایي متخصصین په دې باوري دي چې د مونکي پوکس ناورغي د کووید-۱۹ په څیر ساري نه دی او نه هم په دې کچه زیاته خپریدونکې ده، چې عامو خلکو ته یې د خطر کچه ټيټه ده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx