
افغانستان او امریکا تعامل ته پر ادامې او ستونزو په هواري کې د زغم څخه د کار اخیستلو توافق کړی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ غبرګولی،۱۴۰۱ل): د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ او د ښځو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري تر منځ په ټلیفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو تر منځ د تعامل پر ادامې ټینګار شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دواړو لوریو ترمنځ ټيليفوني خبرو کې د علاقي وړ موضوعاتو باندې خبرې وشوې او د ښه والي لپاره یې د افغان حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
په دغه تلیفوني خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ښوونې، روغتيا او پاسپورټ او ځینو نورو برخو کې افغان ښځې په خدمت بوختې دي او د حجاب په باب فرمان صادر شوی چې افغان مېرمنې ورسره ستونزه نه لري.
هغه زیاته کړه چې افغان حکومت مشرتابه د مخدره توکو د بندښت فرمان هم صادر کړی او عملي شوی دی.
په دغه تلیفوني مکالمه کې دواړو لوريو هوکړه وکړه چې تعامل ته به ادامه ورکوي او د پرتو ستونزو د اواري په برخه کې به له زغم څخه کار اخيستل کېږي تر څو په ګډه ټولو ستونزو ته حل لار راوایستل شي.
بل لوري ته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم د بهرنیو چارو له وزیر سره په خپل ټویټر د خبرو پخلی کړی دی.
هغه لیکلي دي چې بهرنیو چارو وزیر ته یې وویل چې د امریکا او افغانستان تر منځ د اړیکو د نورمالېدو لپاره باید نجوني ښوونځیو ته ولاړې شي، ښځې باید ازادانه نقل و حرکت وکړي.
توماس ویسټ ویلي دي چې د امریکا ملي ګټو او افغانانو سره د مرستو په موخه له افغان حکومت سره خبرو اترو ته دوام ورکوي.
زما په اند په اسلامي امارت کې ځنې پرديپاله کړي شته چې د اسلام او اسلامي نظام په خلاف کړنې د اسلام سپيڅلي نوم تر نامه ترسره کوى. د بيلګي په توګه د اناثو د تعلیم او کار په برخه کې چې بنديزونه پرې لګول شوي کوم چې د اسلام د دين سره په ټکر کې دي. بايد ژر تر ژره لغوه او عملي شى. د امير المومنین ځنې هيله کيږى چي اسلامى نظام باید بغیر د افراط او تفريط ځنې نافذ او عملي شي. او اسلامي نظام د ټينګښت د پاره د وعظ او نصيحت ځنې کار واخیستل شي… نور لوستل »